د لاسرسي ځای

احسن اقبال: احتجاجیان به په زور لیرې کړو


د پاکستان سترې محکمې د سېشنبې ورځ د مذهبي ډلو لخوا په فیض اباد کې د روانې احتجاجي ناستې له خپلې غاړې نوټس اخېستی او د اسلام اباد او پنجاب د پولیسو له مشرانو او لوی څارنواله (اټارني جنرل) یې د دې خبرې وضاحت غوښتی چې د ولس بنیادي حقونو لپاره یې څه ډول اقدامات کړي دي؟

عدالت د راتلونکې زیارت تر ورځې له دغو چارواکیو ځواب غوښتی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان مخورو دیني عالمانو د دوشبنې ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاجي ناستې پرضد دې عملیات وځنډوي.

دا غونډه چې د اسلام اباد په پنجاب هاوس کې وشوه د دیني عالمانو ترڅنګ پکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم ګډون وکړ.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د دوشنبې ورځ ویلي ول، که احتجاجیانو د نومبر تر ۲۳ مې خپل احتجاج ختم نه کړ نو حکومت به یې پرضد عملیات وکړي.

احتجاجیان پر حکومت نیوکه لري چې د قامي اسمبلۍ د غړیو لپاره د سوګند پورته کولو په مسوده کې دې بدلون راوړي خو حکومت وايي کومه تېروتنه چې شوې د هغې وار له مخې اصلاح شوې ده.

XS
SM
MD
LG