د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په میدان وردګ کې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ ژوندي نیول شوي'


د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي په دره کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ ژوندي نیول شوي دي.

نن دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۹ مه د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په یادو عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

عبدالرحمن منګل زیاتوي:

"د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې تېره شپه د مرکز او ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې عملیات ترسره شول چې په نتیجه کې یې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ کسان يې هم ژوندي نیولي چې هغه يې هم له ځانه سره وړي دي، همدارنګه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي."

عبدالرحمن منګل زیاته کړې چې په وژل شوو طالبانو کې ۴ کسه د لوګراو پاتې د تنګي درې اوسېدونکي وو.

تنګي دره له لوګر ولایت سره ګډه پوله لري چې د وردګو له ناامنو سیمو بلل کېږي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG