د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په پښتون آباد کې درې زره کورونه پلټل شوي


د کوټې له هوايي ډګر سره امنیتي ځواکونه د وسله والو تر برید وروسته سنګرونه نیسي. ۱۵م اګست ۲۰۱۴
د کوټې له هوايي ډګر سره امنیتي ځواکونه د وسله والو تر برید وروسته سنګرونه نیسي. ۱۵م اګست ۲۰۱۴

د کوټې په پشتون آباد سیمه کې په یکشنبه پولیسو او سرحدي سرتېرو د لټون عملیاتو کې نېږدې درې زره کورونه پلټلي او په دې ترڅ کې یې په ناقانونه توګه هستوګن د افغانستان ۲۴ وګړیو په ګډون څلور نور مشکوک کسان نیولي او له هغوی څخه یې دوې توپنچې هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې بیا بیا د بلوڅ بېلتوپالو او تندلارو ډلو لخوا پر سرکاري ځواکونو او سرکاري ودانیو بریدونه کېږي.

د بلوچستان فرنټیرکور بریګېډیېر تصور عباس او د کوټې پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کېویلي دي چې د لټون عملیاتو کې نېږدې ۸۰۰ پولیسو او سرحدي عسکرو ګډون کړی وو.

د چارواکیو په وینا له دوی څخه ۱۲۰ ډلې تشکیل شوې وې اوپه هره ډله کې درې سرحدي عسکر، دوه نارینه سرتېري او یوه ښځینه پولیس سرتېري پکې ګډون درلود چې د یوې ورځې په ترڅ کې یې تر درو زرو زیات کورونه وپلټل. د دوی په وینا چې د دې مقصد لپاره یې نزدې دوه کلومیټره سیمه محاصره کړې وه او هلته له سهاره د خلګو پر تګ راتګ بنديز لګول شوی وو. د عملیاتو پر مهال حکومت خلکو ته وړیا طبي کېمپ هم لګولی وو چیري چې پکې ډاکټرانو د سړیو په ګډون سلګونه ښځې او ماشومان وکتل او هغوی ته یې درمل هم ورکړل.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00

د کوټې پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه وویل چې له ډېره وخته راهیسې دوی په پښتون آباد کې د لټون عملیاتو تکل له وړاندې کړی وو او اوس یې د سیاسي او قبایلي مشرانو په مرسته یې د لټون عملیات پای ته ورسول. نوموړي زیاته کړه چې دغه ډول پلټنونکي عملیات به د کوټې ښار په نورو برخو کې هم کېږي چې موخه یې پرمشکوک کسانو نظر ساتل دی.

د کوټې پولیسو مشر په وینا چې دوی به تر هغو په کراره نه کښېني چې تر څو یې کوټه ښار او د صوبې نورې برخېله وسله ډلو پاکې کړې نه وي.

د کوټې په پښتون آباد کې پلټونکي عملیات تر هغه پس کېږي چې تېره اونۍ د پولیسو پر دوو جګپوړیو چارواکو یو په بل پسې بریدونه وسول. لومړی برید هوايي ډګر ته څېرمه په چمن هاوسنګ سکیم کې د پولیسو ډي ای جي حامد شکیل پر ګاډي ځانمرګې برید وو چې پکې نوموړی له خپل ساتونکي او ډرایور سره یوځای ووژل سول.

ورسته د کوټې په نوي کلي کې ناڅرګند وسله والو کسانو د اېس اېس پي محمد الیاس پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې نوموړی له خپلې مېرمنې، زوی او لمسي سره یوځای ووژل شول.

پر پېشه باندي د بلوچستان والي محمد خان اڅکزي او اعلا وزیر نواب ثنا ‌ء الله زېري نه یوازي سخت خواشيني ښودلې وه بلکې امنیتي ادارو ته یې امرکړی وو چې په پېښه کې تورونو وسله والو ډلو پر ضد یې سمدلاسه د سختو ګامونو پورته کولو امر کړی.

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې بیا بیا د بلوڅ بېلتوپالو او تندلارو ډلو لخوا پر سرکاري ځواکونو او سرکاري ودانیو بریدونه کېږي.

XS
SM
MD
LG