د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا بلوڅ بېلتوپاله وسله والې ډلې کمزورې شوي؟


پراګ - په بلوچستان کې له څه د پاسه يوې لسېزې راهيسې بلوڅ بېلتونپاله او مذهبي وسله والې ډلې پر يوه وخت فعاله دي.

خو د دواړو ډلو د وسله والې جګړې لاملونه او هدفونه بېل بېل دي.

د پاکستان پوځ که يوې خوا ته د مذهبي وسله والو ډلو پرضد کاررواياني کوي نو بل لوري ته د بلوڅ بېلتونپالو پرضد يې هم عملياتو ته دوام ورکړی.

د بلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ ادعا کوي چې دوی د وسله والو طالبانو پرتله بلوڅ وسله وال د صوبې د امنيت لپاره لوی خطر نه ګڼي.

د ده په وينا د دې وجه دا ده چې يو خو په صوبه کې د بلوڅانو نفوس کم دی او بل دا چې د بلوڅو وسله والو ډلو د جنګياليو او ورسره د خواخوږو شمېر يې هم کم شوی دی.

زموږ لپاره د وسله والو طالبانو پرتله بلوڅ وسله وال د صوبې د امنيت لپاره لوی خطر نه دي. انوارالحق کاکړ

له تېرې څه مودې راهيسې د بلوچستان د چارو خپلواکه پوهانو تر يوه حده د حکومت له دې ادعا سره اتفاق کاوه خو په کوټه کې خبريال کاظم مېنګل چې د بلوڅانو پر سيمه ژور نظر ساتي، وايي چې په پنجګور کې د پنجاب صوبې د ۲۰ کسانو تر وژل کېدو وروسته حکومتي ادعا تر پوښتنې لاندې راغلې.

د ده په خبره، تر دې پېښو وروسته هغه مطبوعات چې بلوچستان يې له پامه غورځولی وو اوس پر حکومت زيات تنقيد کوي.

په تربت کې د پینځو کسانو مړي موندل شوي

په تربت کې د پنجاب ۱۵ اوسېدونکي وژل شوي

ځېنو بلوڅ ډلو هغه وخت وسله واله مبارزه پیل کړه کله چې په ۲۰۰۶ز کال کې پوځ د عملياتو پر مهال بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي وواژه.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې د بلوچستان لبرېشن ارمي، بلوچ لبرېشن فرنټ، يونايټډ بلوچ ارمي، بلوچستان رېپبلېکن ارمي، بلوچ رېپبلېکن ګارډ او لشکر بلوچستان هغه ډلې وي چې له پاکستانه يې د خپلواکۍ اخيستو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړه.

بلوڅ زياتره وخت پر اورګاډو او د ګیس پر نللکيو بمي بريدونه کوي
بلوڅ زياتره وخت پر اورګاډو او د ګیس پر نللکيو بمي بريدونه کوي

دوی د ګیس پر نلليکو، د اورګاډو پر پټلیو، په سيمه کې کارکوونکو چينايې وګړو، حکومت پلوه سياسي او قبايلي شخصيتونو او پر ملېشه ځواکونو حملې پیل کړې.

جان محمد بليدي د نېشنل پارټۍ يو مشر او د بلوچستان د پخواني وزيراعلی ډاکټر مالک بلوڅ وياند وو.

نوموړی يو له هغو سياسي کسانو دی چې بلوڅ بېلتونپاله يې حکومت پلوه ګڼي او د ده کورنۍ يې په نښه کړه.

جان بليدي مشال راډیو ته وويل چې د ده په فکر دا د حکومت غلط فهمي ده چې بلوڅ وسله والې ډلې يې کمزورې کړې دي.

د ده په خبره، بلوڅ وسله وال زيات کمزوري شوي نه دي بلکې د هغو جرړې شته، بلوچستان ډېره پراخه سیمه لري، پکې غرونه دي او د ده په وينا ګوريلايي جګړه نه ختمېږي بلکې روانه وي.

په پنجګور کې د پنجاب صوبې د ۲۰ کسانو تر وژل کېدو وروسته حکومتي ادعا تر پوښتنې لاندې راغلې. کاظم مېنګل

نوموړې زياته کړه چې د پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکي ښه نه دي نو په داسې حال کې د وسله والو لپاره جګړې ته دوام ورکول ګران کار نه دی.

البته د بلوچستان د چارو ځېنې پوهان هم دا خبره کوي چې په بلوڅ وسله والو ډلو کې لشکر بلوچستان، يوناييټډ بلوچ ارمي،بلوچ رېپبلېکن ګارډ او بلوچستان رېپبلېکن ارمي کمزورې شوې دي البته د دوی په وينا، پاتې دوې ډلې بلوچ لبرېشن فرنټ او بلوچستان لبرېشن ارمي جګړه يیز توان لري او د امنيتي ځواکونو لپاره لاهم يو لوی ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG