د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: لوړپوړی پولیس افسر او د کورنۍ درې غړي یې وژل شوي


کوټه - په کوټه کې وسله والو د پولیسو پر یوه ګاډي برید کړی چې پکې یو لوړپوړی افسر محمد الیاس، د هغه ښځه، زوی او لمسی وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه هغه وخت شوې چې الیاس د خپل خسر په کور کې تر فاتحې وروسته پولیس لاین ته روان وو. دوی وايي، په پېښه کې د نوموړي وړه لمسۍ ژوبله شوې ده.

وسله وال پر موټرسایکل سپاره ول چې تښتېدلي دي.

د الیاس زوی محمد عدیل نومېده چې وکیل وو. د دې پېښې پر ضد وکیلانو د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ احتجاجي کاربندیز اعلان کړی دی.

پولیسو تر پېښې وروسته په نوي کلي کې د لټون عملیات کړي او ځېنې مشکوک کسان یې نیولي دي.

هلته د ایران له پولې سره نېږدې د بلوچستان په تربت کې د ۱۵ وژل شویو کسانو د جنازې تر لمانځه وروسته جسدونه پنجاب ته استول شوي دي.

د دې کسانو مړي د چارشنبې پر ورځ د تربت په بلیده سیمه کې موندل شوي ول.

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو دا کسان له درو ګاډو ښکته کړي او وژلي دي.

د مکران کمېشنر بشیر بنګلزي مشال راډیو ته ویلي، دا کسان په ناقانونه توګه د ایران له لارې اروپا ته تلل. په دوی کې زیاتره د سیالکوټ، منډي بهاالدین او ګوجراوالې دي.

د بلوچستان اعلا وزیر او د بېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو د پېښې غندنه کړې او دا یې ((غیر انساني)) کار بللی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو کسانو په جنازه کې د صوبې اعلا وزیر او د پوځ کور کمانډر هم ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG