د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په تربت کې د ۵ کسانو مړي میندل شوي


د بلوچستان دبلوڅ مېشتې تربت ضلعې په مند نومي سیمه کې د شنبې په سهار لیویز ځواک د پنځو کسانو مړي موندلي دي.

ډاکټرانو ویلي چې دا پنځه واړه کسان تېره شپه په سرونو کې په مرمیو ویشتل شوي دي.

د درو کسانو پېژندګلوي شوې ده. دوی عثمان قادر، دانش علي او بابر منیر نومېږي چې د پنجاب صوبې د ګجرات اوسېدونکي دي. د دې رپوټ تر خپرېدو د پاتې دوو کسانو پېژندګلوي لا نده شوې.

د نومبر پر ۱۵مه نېټه هم د تربت په مند سیمه کې په ورته پېښه کې له پنجاب سره اړه لرونکي ۱۵ کسان وژل شوي وو د کوم

دا کسان هغه مهال وژل شوي وو چې د مکران ډویژن د کمشنر بشیر بنګلزي په وینا په ناقانونه توګه د ایران له لارې اروپا ته روان وو.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – آی ایس پي آر – په یو بیان کې ویلي چې د بلوچستان لبرېشن فرنټ په نامه بلوڅ بېلتون غوښتونکې ‌ډلې یو مهم کومندان یونس توکلي یې وژلی دی کوم چې د دوی په وینا د دې ۱۵ کسانو په وژنه کې لاس درلود.

بلوچستان لبرېشن فرنټ د دې ۱۵ کسانو د وژلو زمه واري منلې وه. دا له پاکستان څخه د بېلتون غوښتونکو بلوڅو یو وسله واله ډله ده چې مشري یې ډاکټر الله نظر کوي.

بل پلو پاکستاني چارواکي وايي چې ایران په ۲۰۱۷م کال کې یې تر اوسه شاوخوا ۱۹ زره هغه پاکستاني وګړي نیولي او بیرته یې پاکستان ته سپارلي چې د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته د تلو په هڅه کې وو.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په دې ۱۹ زره کسانو کې زیاتره د پنجاب صوبې د منډۍ بهاوالدین ، سیالکوټ او ګجرات اوسېدونکي دي.

بلوچستان صوبه له ایران سره شاوخوا نهه سوه کلومیټر شریکه پوله لري. ویل کېږي چې په ناقانونه توګه اروپا ته تلونکي د پاکستان د بېلا بېلو سیمو خلک د تربت غړنۍ سیمې پټې لارې کاروي.

دا هغه سیمه ده چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال پکې د یو شمېر نورو بلوڅ مېشتو سیمو پرتله زیات فعال دي.

XS
SM
MD
LG