د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په تربت کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي


د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا چې ټول وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي.

په تربت کې د نوم نه ښودلو په شرط یوه لوړ پوړي چارواکي مشال راډیو ته ویلي دي چې د چارشنبې په ورځ د ایران پولې ته څېرمه د بلېده ګورک په سیمه کې ځايي لېویزو د ۱۵ کسانو مړي موندلي دي چې د ناڅرګندو وسله والو ډلو له لوري په ډزو وژل شوی وو.

وژل شوي کسان د پنجاب صوبې د بېلابېلو برخو سره تړاو لري چې په غیر قانوني توګه د تربت لارې ایران ته روان ول.

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG