د ایټالیا مطبوعاتو نن ویلي چې په شلمه پېړې کې د مافیا لوي او خطرناک مشر سلوادور توتو رینا په زندان کې مړ شو.
سلوادور رینا نن د ایټاليا په شمالي ښار پارما کې د زندان په روغتون کې په خپل مرګ مړ شوی دی.
سلوادور رینا د نولس سوه نهه شپېته او دونوي میلادي کلونو ترمنځ د قتلونو په جرم په عمر قید محکوم شوی و.
هغه پرون پنجشنبه اووه اتیا کلن شوی و.
رینا تقریباً ۲۵کاله په زندان کې تېر کړي وو.