د لاسرسي ځای

د افغانستان په فراه ولايت کې اته پوليس وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند، ناصر مهري خبريالانو ته وويل دا کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو نن د دوشنبې سهار وختي د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.

د هغه په وینا يو پوليس سرسري زخمي شوی چې دا مهال ترې له طالبانو سره د اړيکو لرلو په تور پلټنې کېږي. تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG