د لاسرسي ځای

د روسیې ولسمشر وايي پر رشیا ټوډې ټېلېوېژن د امریکا فشارونو ته به ورته ځواب ورکړي. نوموړي په خپلو تازوو څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دا غوښتنه دوی د روسیې پر مطبوعاتو برید ګڼي.

امریکا تر دې وړاندې ویلي وو چې د رشیا ټوډې ټېلېوېژن باید د د بهرني اېجنټ په توګه ثبت کړل شي.

ولادیمیرپوتین پرون په وېتنام کې خبریالانوته وویل چې کرېملېن به هم هغه شان ځواب واشنګټن ته ورکړي چې امريکا د روسې رسنيو ته ورکوي.

د روسیې ار ټي ټېلېوېژن د نومبر په ۹مه نېټه ویلي وو چې د امریکا انصاف وزارت تر نومبر ۱۳مې پورې مهلت ورکړی چې په امریکا کې د بهرني دولت د استازو/اېجنټانو تر قانون لاندې، نوم ثبت کړي. خو ار ټي ويلي دي چې دوی به دا امر په عدالت کې چيلېنجوي. د امريکا استخباراتي ادارو پر رشیا ټوډې تور لګولی چې د تېر کال د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاين کې یې غلط خبرونه خپاره کړي ول.

XS
SM
MD
LG