د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو د روغتیا ادارې دعوه کړې چې حکومت له هغو سیمو څخه د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه ختمه کړې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د قبایلو د روغتیا ادارې د ویاند عقیل احمد خان له خولې ویلي، سږکال په هغو سیمو کې د پولیو ناروغۍ یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

تېر کال په جولای کې په جنوبي وزیرستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې وې.

ویاند زیاته کړه چې د قبایلي سیمو تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۹۷ فیصده ماشومانو ته په باقاعده توګه واکسیني څاڅکي ورکوي.

پاکستان، افغانستان او نایجیریا د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس شته.

XS
SM
MD
LG