د لاسرسي ځای

د امريکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د سختدریځۍ او نورو نړیوالو ترهګرو پرضد مبارزه کې د افغان ځواکونو زړورتيا ستایلې ده.

مايک پينس دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټليفوني خبرو کې کړې دي.

نوموړي د دې تر څنګ د ضروري اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت پر هڅو هم بحث کړی دی.

د سپينې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې پر امنيتي حالت، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا پر ستراتيژي او د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو پر مورال هم وغږېدل.

XS
SM
MD
LG