امریکايي چارواکي وايي، هغه وګړي چې په تېکسس ایالت کې يې په یوه کلیسا کې پر خلکو ډزې وکړې، تر حملې مخکې خپلې خواښې ته له ګواښونو ډک مسجونه یا ټيليفوني پیغامونه استولي وو.
د یکشنبې په ورځ د تېکسس ایالت په یوه کوچني ښارګوټي ساترلند سپرنګز کې، یوه وسلهوال سړي په کلیسا کې پر خلکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۶ تنهيې ووژل.
د تېکسس ایالت د عامه امنیت د سیمهییز دفتر مشر فریمن مارتین پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل چې ظاهراً د حملې ريښې د حمله کوونکي په کورنۍ لانجه کې وې.
فریمن مارتینو ویل:
"هر سړی چې غواړي وپوهېږي چې دا حمله ولې شوې ده، دا یو بېمفهومه جنایت دی، خو موږ درته ویلی شو چې په دې کورنۍ کې حالات لانجمن وو، د مشکوک وګړي خواښې کلیسا ته تلله، موږ خبر یوو چې هغه خواښې ته ګواښونه کړي وو."
د تېکسس ایالت د عامه امنیت د سیمهییز دفتر مشر زیاته کړه چې مشکوک حمله کوونکی، ۲۶ کلن و، وېوین پټریک کیلي نومېده او ظاهراً د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري په حمله کې تر زخمي کېدو وروستهیې، ځان وژلی دی.
ویل کېږي چې د حملې پر مهال د کيلي خواښې او د هغې د کورنۍ نور غړي په کلیسا کې نهوو.