د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ترهګرو ځالې د افغانستان او سیمې ناامنیو لامل: صیقل


نیویارک - په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی محمود صيقل وايي چې د افغانستان او سيمې د بې ثباتۍ لوی لامل په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه دي.

نوموړي له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي چې له نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو برخوالو غوښتنه کوي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټنځايونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلی صيقل زياتوي چې تر څو افغانستان له نړيوال تهديد سره مخامخ وي، دا د نړۍ مسوليت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه ترهګري د افغانستان زېږنده نه ده بلکې دا پر افغانستان تپل شوې ده. بشپړه مرکه لاندې ولولئ.

مشال راډيو: په دا وروستيو کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخيزې ډلې شپږمه غونډه بې له څه ډول نتيجې پای ته ورسېده؟ ستاسو په اند نيمګړتيا په کوم ځای کې وه؟

صيقل: څلور اړخيزې غونډې د تېر ۲۰۱۶م کال په پېل کې لږ پرمختګ وکړی او موږ ټولو له ډېر زيار وروسته د سولې يو لار نقشه جوړه کړه. د دې لار نقشې مهمه نکته دا وه چې د هغو طالبانو هرکلی به کېږي چې د سولې په پروسه کې داخل شي خو د هغو طالبانو په ضد به ګامونه پورته کول کېږي چې د دې کار مخالفت کوي. پر هغې لار نقشې عمل ونه شو، په ځانګړې توګه د څلور اړخيزې غونډې د يوه غړي [پاکستان] لخوا. پر ځای د دې چې سولې ته لاره هواره شي، طالبانو د ۲۰۱۶م کال په اپرېل مياشت کې د افغانستان په ۴۲ ساحو کې خپل تش په نامه پسرلني عمليات پېل کړل او دا ډول د څلور اړخيزو غونډو لړۍ په ټپه ودرېده. اوس دا پروسه بيا پېل شوې ده او دا ځل په مسقط کې وشوه. اوس موږ بايد د دې غونډو اصل هدف بيا را ژوندی کړو او باور جوړونه رامنځ ته کړو. خو دا ځل ښه پېل شوی دی او موږ هيله من يو چې په راتلونکو غونډو کې پرمختګ وکړو.

مشال راډيو: طالبان د سولې دغې څلور اړخيزې غونډې ته نه وو بلل شوي او دوی خپله هم په دې کې له ګډون کولو انکار کړی و. ايا تاسو فکر کوئ چې د طالبانو له ګډون پرته به دا ډول غونډې مثبت پايله ورکړي؟

صيقل: لکه څنګه چې د دې غونډې له نامه څخه څرګندېږي چې دا د څلورو لوريو يوه ډله ده چې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين حکومتونه يې غړي دي. دغه څلور واړه پر دې بحث کوي چې په افغانستان کې د سولې راوستو په لړ کې پر يوې لار نقشې موافقه وکړي. نو طالبان اوس د حکومتونو په کچه د دې ډلې غړي نه دي خو په راتلونکې کې هيله شته چې دوی په دې پروسه کې ګډون وکړي.

موږ په دې اړه له ۱۹۹۴ز کال راهيسې خبرې کوو کله چې طالبان د افغانستان په سياسي او امنيتي ساحه کې داخل شول. له هغه وخته راهيسې دوی له پاکستان سره اړيکې لري.

مشال راډيو: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال په اګست مياشت کې د افغانستان او سویلي اسيا په اړه خپله سټراټيجي اعلان کړه چې يوه مهمه نکته يې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه له منځه وړل و. ايا تاسو فکر کوئ چې په افغانستان کې د طالبانو د وسله وال ياغيتوب مسول پاکستان دی؟ يا پاکستان په افغانستان کې سوله راوستلای شي؟

صيقل: تر کومه حده چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د مسوليت اړه ده نو نړۍ ډېره ښه پوهېږي چې د ترهګرو پټنځايونه په پاکستان کې دي. د امريکا دغه وروستۍ سټراټيجي دوه مهم اړخونه لري. يو يې دا دی چې امريکا به تر هغه وخته د افغانستان ملاتړ کوي تر څو په افغانستان او سيمه کې ثبات نه وي راغلی او شرايط د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي شوي. دا هغه څه دي چې موږ يې د نړۍ له نورو هېوادونو هم تمه لرو. دا د افغان ولس او افغان حکومت يو له مهمو هيلو څخه دی. موږله نړيوالې ټولنې څخه پر شرايطو د ولاړ ملاتړ غوښتنه کوو. په همدې خاطر د افغانستان خلکو د امريکا د سټراټيجۍ پراخ ملاتړ وکړ.

پاکستان کې ((ډېر زیات ترهګر سازمانونه)) پټنځایونه لري: ټېلرسن

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه ستراتیژي اعلان کړه

د دې سټراټيجۍ دويمه مهمه نکته په سيمه کې د ترهګرو پټن ځايونو په ګوته کول دي. له سيمې څخه مراد پاکستان دی. امريکا په دې لړ کې ډېر څرګند او مخامخ دريځ درلودی چې په پاکستان کې دې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يووړل شي. دا هغه څه دي چې نړيواله ټولنه يې له اوږدې مودې راهيسې په اړه خبرې کوي. نو په هر بحث کې که هغه پر دوه اړخيزه، درې اړخيزه، څلور اړخيزه، سيمه ييز يا نړيواله کچه باندې وي، دا موضوع بايد مطرح شي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه له منځه وړل پکار دي. که پاکستان د دې له موجوديت څخه انکار کوي يا بحث نه پر کوي، نو دا عمل به نه له پاکستان سره مرسته وکړياو نه هم له افغانستان او سيمې سره. دا يوه مشروع غوښتنه ده او موږ هيله من يو چې له هرې ممکنه لارې يې تعقيب کړو.

له محمود صیقل سره مرکه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې

له محمود صيقل سره د احمد شاه اعظمي مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:41 0:00

له محمود صیقل سره د مرکې انګرېزي بڼه دلته ولولئ.

مشال راډيو: له راپورونو سره سم د طالبانو ځينې مشران او جنګيالي ايران ته اوښتي تر څو مالي او پوځي مرستې تر لاسه کړي. پر روسيې هم له طالبانو سره د ملاتړ تورونه دي. ايا تاسو اوس هم فکر کوئ چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي؟

صيقل: زه په محتاط ډول ويلای شم چې د افغانستان زياتره خلک دا باور لري چې له نړيوالې ټولنې تر لاسه کېدونکی ملاتړ بايد پر شرايطو ولاړ وي او له شرايطو څخه زموږ مراد دا دی چې په افغانستان کې دې د افغان ولس او سيمې په ګټه اوضاع بهتره شي. کله چې موږ سيمه يادوو نو په دې کې ايران، روسيه، پاکستان، هند، چين او منځنۍ اسيا راځي. خو تر کومه ځايه چې د شخړې د بنسټيز لامل اړه ده نو موږ ټول په دې خبر يو چې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه د دې مهم سبب دي چې مخنيوی يې په کار دی. نو موږ دا باور لرو چې د پټن ځايونو له منځه وړل تر ټولو وړاندې د پاکستان د څه باندې ۲۰۰ مليونه خلکوپه ګټه دي او بيا د سيمې د نورو هېوادونو.

دا د نړۍ مسوليت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي. ترهګري د افغانستان زېږنده نه ده بلکې دا پر افغانستان تپل شوې ده.

موږ له ډېرې مودې راهيسې له خپلو سيمه ييزو او نړيوالو ملګرو د پټن ځايونو د ختمولو غوښتنه کوو او دا باوري کول غواړو چې په دې اړه پر رياستي کچ د افغانستان او پاکستان تر منځ مثبت مذاکرات وشي.

کله چې د طالبانو خبره کېږي نو موږ له دوی غوښتنه کړې چې له افغان حکومت او د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته حاضر شي. که چېرې دوی ځينې سياسي اندېښنې يا شکايتونه لري نو د افغانستان په اساسي قانون کې يې د حل لپاره کافي ځای شته.

احمد شاه اعظمي له محمود صیقل سره د مرکې پر مهال
احمد شاه اعظمي له محمود صیقل سره د مرکې پر مهال

مشال راډيو: ايا تاسو يا د افغان حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو تر اوسه له ايراني او روسي چارواکو سره د طالبانو په تړاو خبرې اترې کړي دي؟ که هو نو څه نتيجه يې ورکړې ده؟

صيقل: موږ د ملګرو ملتونو په کچ يو شمېر ليدنې کوو. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده د نړۍ تر ټولو زيات سفارتي استازي په نيویارک کې دي. موږ د سيمې له هېوادونو سره په پرلپسې تماس کې يو. زه دلته د روسيې، ايران، چين، هند او پاکستان له سفيرانو سره وينم. زموږ دوامداره غوښتنه دا وي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مثبت مذاکرات وکړو او د سيمې او نړۍ په کچ يوې موافقې ته سره ورسيږو. زموږ ځانګړې غوښتنه دا وي چې پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي په مذاکراتو کې د يوه صادقه ملګري په حېث برخه واخلي او له دوه مخيتوب او منکر کېدو څخه لاس واخلي.

د افغانستان زياتره خلک دا باور لري چې له نړيوالې ټولنې تر لاسه کېدونکی ملاتړ بايد پر شرايطو ولاړ وي

زموږ دويمه نکته د افغانستان د دفاعي او امنيتي ظرفيتونو لوړول دي چې دا ډول موږ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بريدونو په وړاندې د خپلو خلکو ساتنه وکړو. موږ په دې برخه کې پرمختګ هم کړی دی. په دا وروستيو کې زموږ خپلو هوايي ځواکونو يو شمېر هوايي عمليات کړي دي. موږ خپل پيلوټان لرو. موږ پرمختللې الوتکې او هېلکاپټرې تر لاسه کوو. موږ په دا وروستيو کې له امريکا څخه د بلېک هاک هېل کاپټرو لومړۍ جوپه تر لاسه کړه. موږ د خپلو کوماندويي ځواکونو شمېره هم دوه چنده کوو.

د ترهګرو سرلاري په پاکستان کې دي، هلته يې ژوند کړی، هلته وژل شوي او ځینې خو هلته ښخ شوي هم دي.

مشال راډيو: خو سفير صاحب، پر دې هر څه سربېره چې تاسو يې ذکر وکړ، په افغانستان کې ولسي او پوځي تلفات زيات شوي دي او د وسله والو بريدونه هم مخ پر زياتېدو دي. د دې لامل څه دی؟

صيقل: د افغانستان په اړه د امريکا د سټراټيجۍ له اعلان وروسته موږ پرمختګ کړی دی. د تلفاتو کچه لږ راټيټه شوې ده. طالبان په تهاجمي بريدونو کې پاتې راغلي دي. په ځينو سیمو کې طالبان په تېښته دي. د جنګ د تش په نامه فصل ته لا دوې مياشتې پاتې دي. د تيرو درو کلونو راهيسې زموږ خپل امنيتي ځواکونه د امنيت مسوليت لري. پر تلفاتو سربېره دوی افغانستان يو موټی ساتلی دی او ګڼ مېشتو سيمو ته يې د طالبانو د لاس رسي مخنيوی کړی دی. طالبان او نور ترهګر د دې توان نه لري چې يو سيمه د ډېر وخت لپاره ونيسي.

مشال راډيو: د افغانستان په اړه د امريکا پر نوې سټراټيجۍ د نظر څرګندولو پر وخت ځينې شنونکي وايي چې افغان سوله سيمه ييز حل يا موافقې ته اړتيا لري. ستاسو نظر څه دی؟

صيقل: په دې کې هيڅ شک نشته چې د امريکا وروستۍ سټراټيجي په سيمه کې پر غوره همږغيتوب تکيه کوي. تر څو چې موږ خبر يو، د امريکا په سټراټيجۍ کې سفارتي نوښتونه شته چې هدف يې دا باوري کول دي چې په سيمه کې د ټولو برخه والو تر منځ همږغيتوب رامنځ ته شي. دا سټراټيجي د افغانستان پر داخلي پرمختګ هم تکيه کوي چې موږ تر کومه حده د اداري فساد، حکومتدارۍ او خدماتو رسونې په برخه کې فعاليت کوو. موږ پر دوو اړخونو کار کوو. افغانستان يو حساس سټراټيجيک موقيت لري. دا د سوهېلي اسيا او منځنۍ اسيا، او د لرې ختيځ او منځني ختيځ ترمنځ پروت دی، نو موږ له دې حقيقته انکار نه شو کولای چې موږ غوره سيمه ييزې همکارۍ او همږغيتوب ته اړتيا لرو.

موږ داسې افغانستان غواړو چيرې چې ټول ګټونکي وي او هيڅوک بایلونکی نه وي. موږ له خپلو ګاونډيانو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره په سوله کې ژوند کول غواړو.

مشال راډيو: د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوهېلي اسيا او افغانستان په اړه د نوې سټراټيجۍ له اعلان سره سم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د چين، روسيې، ايران او ترکيې سفرونه وکړل تر څو سيمه ييز ملاتړ تر لاسه کړي. بلخوا ټرمپ هند ته د افغانستان په پرمختګ کې د زيات رول لوبولو بلنه ورکړه. ځينې خلک فکر کوي چې سيمه په دوو جهتونو کې د وېشلو په حال کې ده. ستاسو ارزونه څه ده؟

صيقل: زموږ حتمي هدف دا دی چې افغانستان د ټولو لپاره د يوې پانګې او د دوستۍ په دريځ بدل کړو چيرې چې سيمه ييز او نړيوال برخه وال راتلای شي او د يو بل ستاينه کولای شي. موږ په داسې حساس جغرافيايي موقعيت کې همدې ته اړتيا لرو. افغانستان يو خپلواک هېواد دی او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ښې اړيکې لري. دلته د ملګرو ملتونو په کچ موږ له يو شمېر هېوادونو سره کار کوو. څو ورځې وړاندې تاسې زموږ بريا وليده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړيتوب مو تر لاسه کړ. دا د دې نخښه ده چې افغانستان د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره په تماس کې دی.

موږ داسې افغانستان غواړو چيرې چې ټول ګټونکي وي او هيڅوک بایلونکی نه وي. موږ له خپلو ګاونډيانو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره په سوله کې ژوند کول غواړو. پاکستان يو لوی هېواد او اټومي قوت دی. د پاکستان ثبات نه يوازې د خپلو خلکو بلکې زموږ په ګټه هم دی. موږ داسې احساسوو چې اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان هم ستونزه درک کړي. د ترهګرو سرلاري په پاکستان کې دي، هلته يې ژوند کړی، هلته وژل شوي او ځینې خو هلته ښخ شوي هم دي. په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه دي. په سلګونه او کېدای شي په زرګونه ځانمرګي بريدګر په پاکستانيو مدرسو کې روزل کېږي. موږ له پاکستانه يوازې دا غواړو چې حقيقت درک کړي او راشئ خبرې وکړو تر څو موږ وکولای شو چې د پاکستان د ولس او د خپل ولس په ګټه يو څه وکړو.

مشال راډيو: خو سفير صاحب، پاکستان هم ورته ادعا لري چې د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته، په افغانستان کې پاکستاني طالبان موجود دي.

صيقل: دا حقيقت نه لري. موږ په دې اړه له ۱۹۹۴ز کال راهيسې خبرې کوو کله چې طالبان د افغانستان په سياسي او امنيتي ساحه کې داخل شول. له هغه وخته راهيسې دوی له پاکستان سره اړيکې لري. کوټه شورا او پېښور شورا پخپله هر څه په ډاګه کوي. موږ ټول په دې خبر يو چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د کراچي په يو روغتون کې مړ شو. د دوی بل مشر ملا اختر محمد منصورپه بلوچستان کې وموندل شو او همهلته ووژل شو. موږ ټول خبر يو چې د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمينې ته نږدې په اېبټ اباد ښار کې ووژل شو. دا هغه حقايق دي چې انکار نه شې ورڅخه کېدای. هر هغه څوک چې د بيانيې د بدلولو يا د مېز څرخولو هڅه کوي او دا ګڼي چې موږ افغانان ملامت يو، تېروتنه کوي. موږ باور لرو چې دا هغه څه دي چې څوک نه شې ورڅخه منکر کېدای. له دې څخه منکر کېدل له پاکستان سره مرسته نه شې کولای.

افغانستان د سولې کلتور لري. کله چې موږ د شوروي په ضد جنګېدلو نو په افغانستان کې يو ترهګر هم نه و.

مشال راډيو:نړيواله ټولنه له کلونو راهيسې د افغانستان مرسته او ملاتړ کوي. ايا تاسو هيله لرئ چې د افغانستان او مرسته او ملاتړ به په راتلونکې کې هم دوام ولري؟

صيقل: تر څو چې موږ له نړيوال تهديد سره مخامخ يو، دا د نړۍ مسوليت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي. ترهګري د افغانستان زېږنده نه ده بلکې دا پر افغانستان تپل شوې ده. دغه ترهګري ډلې او د دوی غړي له پاکستان سره اړيکې لري. زه فکر نه کوم چې يو څوک دې داسې ترهګر را وښيي چې له بل ځای څخه راغلی وي. په دوی کې زياتره يې په پاکستان کې ول، که هغه د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ دی يا د ازبکستان اسلامي غورځنګ، او يا هم القاعده يا داعش، دا ټول په پاکستان کې ول، هلته وروزل شول او بيا افغانستان ته ولېږل شول.

افغانستان د سولې کلتور لري. کله چې موږ د شوروي په ضد جنګېدلو نو په افغانستان کې يو ترهګر هم نه و. موږ په مېړانه د خپل هېواد دفاع وکړه. تندروي، تشدد او ترهګري د افغانستان زېږنده نه دي. دا ټول پر افغانستان تپل شوي دي. دغو اوس سيمه ييز او نړيوال رنګ اخيستی دی، نو دا د نړيوالې ټولنې مسوليت دی چې په افغانستان کې پاتې شي او ملاتړ يې وکړي ځکه همدا اوس موږ د نړيوالې ټولنې لپاره جنګېږو.

مشال راډیو: سفير صاحب، زما وروستۍ پوښتنه دا ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن په دا وروستيو کې وويل چې امريکايي ځواکونه به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي تر څو هلته امنيت نه وي ټينګ شوی. په افغانستان کې به کله جګړه پای ته رسيږي او امنيت به راځي؟ پنځه کاله، ۱۰ کاله، يا ۲۰ کاله وروسته؟

صيقل: زما په فکر څومره ژر چې موږ د ترهګرو د پټن ځايونو مخنيوی وکړو، هغومره به ښه وي. زه فکر کوم چې تر ټولو لويه ستونزه د ترهګرو ډلو بهرنی ملاتړ دی. پاکستان د خپلو سياسي ګټو د لاس ته راوړلو لپاره د تشدد او لاسپوڅو کارولو پاليسي پرمخ وړي. په همدې خاطر موږ د امريکا د نوې سټراټيجۍ هرکلی وکړ او موږ له نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو برخه والو هم غوښتنه کووچې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG