د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جان نېکلسن: امریکا له افغانستان سره دی او ورسره به پاتې شي


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي کمندان اعلان کړی چې هېواد یې له افغانستان سره دی او ورسره پاتې به شي.

که څه هم د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ اعلان ته ډېر وخت نه ‎دی پاتې، خو د اسوشییېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د امریکا د لوړپوړي قوماندان جنرال جان نېکلسن له څرګندونو چې وایي، هېواد یې له افغانستان سره دی او ورسره پاتې به شي، داسې ښکاري چې ښایي د امریکا متحده ایالات به د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شي څو دا ډاډمنه کړي چې امریکا د هغو ترهګرو له ګواښه په امان کې شي چې په افغانستان کې یې ځاله کړې ده.

سپینۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ماښام د امریکا خلکو ته د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

جنرال جان نېکلسن د یکشنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ځانګړو عملیاتو فرقه په قول اردو بدله شوه وویل، د افغانستان د ځانګړیو عملیاتي ځواکونو ډېرېدل د جګړې ګټلو لپاره مهم دی.

هغه زیاته کړه:

"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ په دې جګړه کې له تاسو سره یو او له تاسو سره به پاتې شو."

جنرال نېکلسن ویلي چې په افغانستان کې ماته به په امریکا کې امنیت کم او په ټوله نړۍ کې به تندلاري پیاوړې کړي.

له همدې کبله د ده په خبره د امریکا متحده ایالات مرسته کوي چې د افغان کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه مراسم د طالبانو د ماتې پیل ښیي.

په همدې حال کې په کابل کې یوه لوړپوړي امریکایي پوځي افسر ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ډېرول به پوځ ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره نور سلاکاران او هوایي ملاتړ د دوو هم‎مهاله مأموریتونو لپاره ولېږي.

دغه امریکایي افسر چې د نوم نه‌ښودلو په شرط‌ خبرې کوي د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو مشر جنرال جېمز لیندر «Gen. James Linder» ویلي، په هغو نېږدې څلور زره نورو سرتېرو کې چې پنټاګون‌ یې افغانستان ته د استولو لپاره وړاندیز کړی، ۴۶۰ تنه روزونکي هم شامل دي چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د شمېر په ډېرولو کې مرسته کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېم مېټس د یکشنبې په ورځ اردن ته پر لارې خبریالانو ته ویلي چې دی د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ څخه راضي دی، خو د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د ستراتېژۍ تر اعلان دمخه‌یې د نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

جېم مېټس ویلي ولسمشر ټرمپ ته د دې ستراتېژۍ په اړه ډېر انتخابونه وو، خو د هغو نومونه‌یې یاد نه‎کړل.

په همدې وخت کې انګېرنې دا دي چې یو انتخاب ښایي په ټوله‌ییزه توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل بل د امریکا د پوځ د دندې یوه برخه خصوصي امنیتي قراردادیانو ته ورکول او درېیم هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ډېرول وي.

XS
SM
MD
LG