د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: امریکا ته دې په لاټرۍ راتګ ودرول شي


د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر د نیویارک تر برید وروسته د مهاجرت لپاره د لاټرۍ له لارې د ویزو ختمولو غږ کړی دی. بلخوا د امریکا حکومتي څارنوالانو هغه ازبک وګړی په ترهګرۍ تورن کړ چې د اکتوبر په یودېرشمه نېټه یې د نیویارک په منهاټنکې په یوه پک اپ ګاډي اته کسان ووژل او دولس نور یې ژوبل کړل. هغه په خپل ګاډیپر سایکل سورو کسانو تېر کړ او بيا يې د سکول له يوه بس سره ټکر وخوړ.

د چارشنبې ورځ یوه عدالت ته حکومتي څارنوالانو وویل چې د سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف په نوم دغه ازبک وګړی د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر اثر لاندې راغلی وو. د دوی په خبره د زخمي کیدو وروسته چې سيف الله روغتون ته یوړل شو نو هغه غوښتنه وکړه چې د ده په کوټه کې دې د وسلوالې ډلې داعش بیرغ ولګول شي.

ازبک سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف په نیویارک کې په خپل ګاډي اته کسان ووژل
ازبک سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف په نیویارک کې په خپل ګاډي اته کسان ووژل

دوي زیاته کړې چې سیف الله د پلټنو پر وخت خپل جرم منلی دی. او د هغه له یوه موبایل فونه يې نوې ویډیوګانې او ۳۸۰۰ عکسونه ترلاسه کړي دي چې ډېری پکې د اسلامي دولت له پروپاګنډې سره تړاو لري.

بلخوا د امريکا ولسمشر ټرمپ د نومبر پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې د کابینې په غونډه کې امریکا ته د ورتلو لپاره د لاټرۍ ویزو ختمولو غږ وکړ: (زه نن د لاټرۍ پروګرام پر ختمولو کار پيلوم. زه به له کانګرسه وغواړم چې ژر تر ژره د دغه پروګرام ختمولو کار پیل کړي.)

ټرمپ ویلي دي تر دغه پروګرام لاندې د ازبکستان دغه ۲۹ کلن هلک هم امریکا ته راغلی وو چې د تېرې تهې په ورځ یې دنیویارک په منهاټن کې ترهګر برید ترسره کړی دی.

د نیویارک پېښې مشکوک ګرفتار، ویډیو یې کښل شوې

د لاټرۍ پروګرام لاندې امریکا د هغه هیوادونو خلکو ته د قرعه اندازۍ د لارې په امریکا کې په مستقله توګه د پاتې کیدولپاره ویزې ورکوي چې په امریکا کې د دغه ملکونو د خلکو تناسب کم وي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ نه يوازې په کانګریس غږ کړی چې د لاټرۍ پروګرام ختم کړي بلکې د مهاجرت ټول نظام بدلولو لپاره يې هم غږ کړی چې د کورنۍ په بنیاد د بهر ملکونو خلکو ته د ویزو ورکولو پرځای امریکا ته د راتلو لپاره خلکو ته د هغوی په قابلیتویزې ورکړي: (موږ د اهلیت [ميریټ] پراساس ولاړ د مهاجرت پروګرام غواړو چې له مخې يې خلک د لياقت پر بنياد زموږ هېواد ته راشياو موږ غواړو چې د مهاجرت سلسله واره يا زنجيري پروګرام ختم کړو.)

ټرمپ: په امریکا کې دې د کډوالو څارنه سخته شي

۲۹ کلن سیف الله سایپوف چې په دې پېښه کی نیول شوی دی، اسلامي دولت ډلې ته د امکاناتو په برابرولو او ملاتړ تورن شوی دی.

دغه کس د پېښي په سیمه کې د پولیسو لخوا ژوبل شوی دی او اوس په روغتون کې تر درملني لاندي دی.

په نیویارک ښار کې د نهې د ورځې تر خونړۍ پېښې وروسته د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پناه غوښتونکو په اړه د څېړنو د زیاتوالي امر هم کړی دی.

بلخوا د ازبکستان ولسمشر هم د شورو په ورځ د بهرنيو چارو وزات پر وېب پاڼه په يوه بيان کې ويلي دي چې حکومت يې د دې تره ګر فعل د پلټنو په لړ کې د ټولو قوت او وسايلو کارولو ته چمتو دی.

سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف په دغه پیک اپ موټر په نیویارک کې خلک ووژل
سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف په دغه پیک اپ موټر په نیویارک کې خلک ووژل

د نيويارک ښار په پېښه کې په وژل شویو اتو کسانو کې پينځه د ارجنټينا وګړي ول، د پينځو ملګرو دا ډله ياد ښار ته په سفر تللې وه. د ارجنټينا ولسمشر ماوريسییو مکري د دې هيواد په سرښار کې د شورو پر ورځ وويل : (افسوس چې په نيويارک کې د اکتوبر په ۳۱ يو تازه ترهګريز بريد وشو. په دې کې وژل شوي پينځه کسان د رزارییو ښار دي. دا ښار چې دلته نېږدې دی، د ارجنټينا يو له ډېرو مهمو هغو دی. دغه پينځه کاروباريان ول، د رزارییو ټولنې وګړي ول. دا هغه څه دي چې ټول ارجنټينيايي ولس او په ځانګړې توګه زه يې خپله اغېزمن کړی يم.

(دا موږ ته د دې يادونه کوي چې نن په نړۍ کې د مشکوکه سيمو لپاره هېڅ ځای نه شته. بايد چې موږ د ترهګرۍ ضد جنګ کې يوځای ودرېږو.)

بلخوا په ایټالیه کې د کېتولېک عیسايانو مشر پاپ فرانسس په افغانستان، صوماليه او نيويارک کې د شویو بريدونو په اړه وويل، (زه هغو ترهګريزو بريدونو خپه کړی يم چې په دا وروستيو ورځو کې په صوماليه، افغانستان او د اکتوبر په ۳۱ مه په نيويارک کې ترسره شول. زه د دا قسمه له تشدده ډکو فعاليتونو غندنه کوم او زه د پېښو قربانيانو، د ژوبل تنانو او د دوی د کورنيو لپاره دعا کوم. موږ له خدايه غواړو چې د ترهګرو زړونو بدل کړی او نړۍ له نفرته او د هغو وژونکو له ليونتوب څخه ازاده کړې څوک چې د وژنو لپاره په ناسمه توګه د خدای نوم کاره وی.))

د کتولېک عیسايانو مشر پاپ فرانس زياته کړه چې جنګونه يوازې د تباهۍ سبب کيږي: (جنګونه له مرګ او هديرو پرته هېڅ نه ورکوي. نو ځکه زه پر داسې وخت دا پیغام ورکوم چې ښکاري انسانانو له دې پند نه دی اخېستی يا يې زده کول کول نه غواړي.)

ياده دې وي چې په يورپ کې د ګاډو په واسطه د وژلو په پيښو کې په تيرو شپاړسو مياشتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۶ م کال په جولايې مياشت کې د فرانس په نيس ښار کې يو تن غټ ټرک په لاروو وروخېژاو او ۸۶ کسان يې ووژل او په سلګونه نور يې ژوبل کړل. تش په نوم اسلامي دولت وسلوالې ډلې د بريد زمه واري ومنله.

نيويارک کې د موټر پېښې اته کسان وژلي او ۱۱ ژوبل کړي دي

له دې پينځه مياشتې وروسته د تيونس يو پنا غوښتونکی چې له داعش سره يې خپل تړاو ښودلی و ،په مرکزي برلن کې يې په ګڼه ګوڼه ټرک وروخېژاو چې ۱۲ کسه یې پکې ووژل او ۴۸ یې ژوبل کړل.

هم دا راز سږ کال په اپرېل مياشت کې يوه ازبک پناغوښتونکی چې د سياسي پنا درخواست يې رد شوی وو، په سټاکهوم کې يې درې کسه په ټرک ووژل. دغه راز يوتن د اګست په ۱۷ مه په بارسلونا کې په ګڼه ګوڼه ګاډی تېر کړ او ۱۳ کسان يې ووژل. د پوليسو په وينا دغه بريد مشکوکه سختدريځه وسلوالو ترسره کړی ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG