د لاسرسي ځای

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر کړی دی چې په دې هېواد کې دې د کډوالو سخته څارنه پیل شي. ولسمشر ویلي، د کورنۍ امنیت ادارې ته یې امری کړی چې د کډوالو وار له مخه کلکه څارنه لا پسې زیاته کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د سېشنبې په ورځد نیویارک په منهاټن کې د یوه موټر له لارې شوي بريد اته کسان ووژل او ۲۱ یې نور ټپیان کړل.

دا کسان هغه مهال ووژل شول کله چې یوه کس خپل پیک اپ موټر پر بایسکل سپرو کسانو تېر کړ.

پولیسو دا پیښه ترهګر عمل بللی دی او وايي چې برید کونکی يې تر ټپي کولو وروسته نیولی دی. د دوی په وینا ، دا کس سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف نومیږي کوم چې یو ۲۹ کلن ازبک وګړی دی او په ۲۰۱۰ م کال کې امريکا ته تللی و.

په دې برید کې ۱۱ کسان نور سخت ژوبل شوي دي. د نیویارک ګورنر ویلي چې برید کونکی یوازې وو او داسې نه ښکاري چې دا برید دې د یوې لويې ترهګرې دسیسې برخه وي.

رپوټونه وايي، څېړونکو په یاد موټر کې په لاس لیکل شوی خط موندلی کوم چې برید کوونکي پرېښی وو. په دې لیک کې هغه ویلي چې برید یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر نامه کړی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG