د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ځینو قوماندانانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي


د خوست امنیه قوماندان د طالبانو د څو قوماندانانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله وال مخالفین تېره ورځ د دې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

"په دغو عملیاتو کې ۱۲ سرګروپان له منځه تللي او هم د دوی درې تنه مهم قوماندانان. په مجموع کې ۲۵ تنه مخالفین له منځه تللي دي. له دوی څخه موټر سایکلونه، سراچه موټر او یو میل دهشکه لاسته راغلې ده."

غیرت دغه راز وویل چې په دغو عملیاتو کې یوشمېر وسله وال مخالفین چې کره شمېر یې ونه ښود، ټپیان شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان د طالبانو ادعا رد کړه چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې د بمبارۍ په نتیجه کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG