د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا بهرمېشتي پښتانه د وطن ستونزې هوارولای شي؟


په تېرو څو ورځو کې د برېتانيا په بېلا بېلو ښارونو کې پښتنو ته په ورپېښو ستونزو او د هغو پر ممکنه حل لارو د خبرو لپاره غونډې وشوې. د دغو غونډو مشر مېلمه د پښتونخوا ولسي تحريک مشر، ډاکټر سيد عالم مسود و.

موږ پښتانه بايد خپل غم وخورو. زموږ ستونزه دا ده چې وسايل مو په خپل اختيار کې نه دي.
سید عالم محسود

نوموړی، چې روانه مياشت برېتانيا ته تللی، وايي پښتانه بايد د پاکستان د مرکزي حکومت او د هغه هېواد د ايسټيبلېشمنټ تر منځ پر اختلافاتو د سر خوږولو پر ځای خپلې اساسي ستونزې په ګوته او د حل لپاره يې کار وکړي.

د مسود په خبره، له وطنه د باندې مېشت پښتانه وګړي که وغواړي د خپلو خلکو د حقونو لپاره په زياته اغېزناکه توګه غږ پورته کولی شي.

((په پاکستان کې دننه چې د نواز شريف، د عدليې او ايسټيبلېشمنټ تر منځ کوم اختلافات دي، د پښتنو پکې هېڅ لاس نشته. موږ پښتانه بايد خپل غم وخورو. زموږ ستونزې دا دي چې وسايل مو په خپل اختيار کې نه دي، ترهګري راباندې تپل شوې. دا څه چې له موږ سره وشول، که د نړۍ له کوم بل قام سره شوي وای، نو اسمان به يې په سر اخيستی وای. موږ برېتانيا مېشتو پښتنو ته وايو چې ستاسو اوازونه زموږ تر هغو زورور دي. دلته خو تاسو په خپل منځ کې د ډيورنډ کرښه هم نه لرئ. موږ پر دوی غږ کوو چې په خپلو کې سره يو شي. دوی ته وايو چې تاسو خو بشري حقونه لرئ، وينئ چې دلته تور او سپين برابر دي، عيسايي او مسلمان يو شان حقوق لري، وينئ چې په مالدار او غريب کې فرق نه کيږي، نو له دې هر څه زده کړه ولې نه کوئ او د وطن او د خپلو خلکو د ګټو لپاره کار ولې نه کوئ؟))

زموږ د هڅو موخه په پښتنو کې ولسي بيداري پيدا کول دي
ذاکرحسین

د برېتانيا په مانچسټر ښار کې مېشت د ملاکنډ يو وکيل، مدني فعال او ليکوال ذاکر حسين ايډوکيټ وايي، د دوی د غونډو هدف د پښتنو پر اصلي ستونزو او د هغو پر حل لارو د خبرو او مباحثو يوه لړۍ پيلول دي.

((پښتنو د خپلو ستونزو تجزيه يا څېړنه نه ده کړې. دوی بايد د خپلو ستونزو په اړه خبره او د عملي کار لپاره تنظيم سازي او نور ضروري کارونه وکړي. که د پښتنو اقتصادي ستونزه راواخلو نو سي پيک يې ښه مثال دی چې پښتنو ته پکې د هغوی حق ور نه کړل شو. د پښتنو صوبه له تېلو او ګازو ډکه پرته ده، همداراز دغه صوبه تر خپل ضرورته زياته بجلي پيدا کوي، خو پر دې ټولو وسايلو د پښتنو هېڅ واک او اختيار نشته. نو زموږ د هڅو موخه پر دې موضوعاتو ولسي بيداري پيدا کول او په دغه لړ کې خپلې غوښتنې مخ ته راوړل دي.))

د لیکوال نورې لیکنې

سات کنفرانس پر پاکستانیو واکدارانو د ریښتیني جمهوریت راوستو غږ وکړ
اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په اړه احتجاج کېږي
ژباړه باید مسلکي کسان وکړي: پوهان
د کلتوري غونډو له لارې پښتانه نيږدې کوو: يوسفزی

ډاکټر سيد عالم مسود هيله من دی چې د برېتانيا سږنۍ دوره به يې ښې پايلې ولري. د ده په خبره، په برېتانيا کې مېشتو د لر او بر پښتنو دا ځل يوه شوری يا کونسل جوړ کړ چې د مباحثو پيل شوې لړۍ به مخ ته يوسي. نوموړی زياتوي، پښتانه بايد د خپلو ستونزو د حل لپاره د عمل ميدان ته ودانګي.

((تېر کال هم موږ په برېتانيا کې غونډې کړې وې، خو له بده مرغه، پر پرېکړو يې عمل و نه شو. دا ځل دوی د لر او بر پښتنو يو کونسل جوړ کړ، او د برېتانيا په يو شمېر ښارونو کې به تنظيم سازي وکړي. د دې ځای د پښتنو ملګرو په خبره، دوی شاوخوا ۳۵ بېلا بېل سياسي، سماجي او ادبي تنظيونه لري، او ټولو ته به د ولسي تحريک حبره رسوی. خدای دې وکړي چې داسې وشي. د پښتنو د ستونزو حل پر دې خبرو له عمل کولو سره تړلی دی.))

له ډاکټر سيد عالم مسود سره د خبرو لپاره د غونډو وروستۍ هغه د اتوار پر ماښام د برېتانيا په برمنګم ښار کې وشوه. د پښتونخوا ولسي تحريک مشر او د ده برېتانيا ميشتي ملګري د پښتنو له ملتپالو سياسي ګوندونو هم غواړي چې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG