د لاسرسي ځای

تازه خبر

سات کنفرانس پر پاکستانیو واکدارانو د ریښتیني جمهوریت راوستو غږ وکړ


د سات کنفرانس ګډونوال(انځورـ د یوټیوب چینل د ویډیو سکرین شارټ)
د سات کنفرانس ګډونوال(انځورـ د یوټیوب چینل د ویډیو سکرین شارټ)

پراګ ـ تر ۱۰۰ زياتو جمهوري او سيکولر سوچ لرونکيو پاکستانيانو د برېتانيا په پلازمينه لندن کې په يوه درې ورځني کنفرانس کې پر دې خبرې وکړې چې پاکستان څنګه کولای شي له شتو سياسي او امنيتي ستونزو را ووځي او په صحيح معنو کې په يوه جمهوري هېواد بدل شي؟

د کنفرانس پر مهال پښتنو ته ورپېښې ستونزې هم په ګوته او د حل پر لارو چارو يې خبرې وشوې.

ډاکټر محمد تقي
ډاکټر محمد تقي

د کنفرانس يو جوړوونکي، امريکا ميشتي ليکوال او شنونکي، ډاکټر محمد تقي مشال راډيو ته وويل، په کنفرانس کې پر دې اندېښنه څرګنده شوه چې د پاکستان پوځ د ادعاوو باجود په دغه هېواد کې اوس هم وسله وال نه يوازې فعاله دي بلکې هڅه کوي سياسي ګوندونه جوړ کړي.

((داسې سخت دريځه ډلې چې پر نړيوال کچ ترهګرې ډلې پېژندل شوې دي، اوس هم پر موږ مسلطې دي، بلکې هڅه کيږي چې په انتخاباتو کې د برخې اخيستو اجازه ورکړل شي. موږ د کنفرانس په اعلاميه کې دا موضوع هم راخيستې.او بيا په يوه قرارداد کې مو د فاټا په اړه هم يو ترميم وکړ، چې قبايلي ولس چې د ځان لپاره هر څه خوښوي، هغه که له خېبرپښتونخوا صوبې سره ادغام دی، او که په بله کومه طريقه په قامي بهير کې د هغوی شاملول دي، هغې ته بايد پرېښودل شي. د فاټا ملګرو دا دريځ وړاندې کړ، چې موږ ورسره ومانه او د اعلاميې برخه به يې جوړوو.))

پر نړيوال کچ ترهګرې پېژندل شوې ډلې اوس هم پر موږ مسلطې دي
ډاکټر محمد تقي

د لندن د کنفرانس يو ګډونوال، د ملاکنډ ذاکر حسين ايډوکيټ، چې د بريتانيې په مانچسټر ښار کې ژوند کوي، وايي د دوی په بحث کې د پاکستان او افغانستان د اړيکو خبره هم مخ ته راغله او پر دې اتفاق وشو چې د سيمې د امن لپاره اړينه ده چې دواړه هېوادونه خپلمنځۍ بې باورۍ ختمې کړي.

نوموړی زياتوي، د کنفرانس ګډونوال يې د خېبرپښتونخوا په دير ضلع کې د وسله والو ډلو له تازه فعاليتونو هم خبر کړل.

((په کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو خبره هم تر غور لاندې راغله او دا وويل شول چې د دواړو خواو پښتنو د ستونزو د حل لپاره ضروري ده چې دغه تعلقات بايد ښه شي.

دويمه دا چې تر ټولو غټه مسئله د پښتنو هغه ده، د هغوی په سيمه کې طالبان او نورې سخت دريځه ډلې شتون لري. ما کنفرانس ته وويل چې د البدر او الشمس په نومونو سخت دريځه تنظيمونه يوارې بيا په دير کې فعاله شوي دي، او هغه هم د رياست په لارښوونه.

دريمه دا چې په کنفرانس کې دا عمومي غوښتنه وشوه چې د پاکستان ټولو قوميتونو ته دې د خپلو وسايلو د استعمال حق ورکړل شي.))

ما کنفرانس ته وويل چې د البدر او الشمس په نومونو سخت دريځه تنظيمونه يوارې بيا په دير کې فعاله شوي دي، او هغه هم د رياست په لارښوونه
ذاکرحسین

د پاکستان ولسي حکومت او هم پوځ بيا د وسله والو ډلو د ساتلو او پاللو ادعاوې ردوي او وايي چې په هېواد کې د فعالو ټولو وسله والو ډلو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.حکومت همداراز په بيا بيا ويلي چې د افغانستان د مسالې سوله ييزه حل او له هغه هېواد سره ښه اړيکې غواړي.

په بيلجيم کې مېشت د دير ضلعې سيد عابد جان، چې ليکوال او شننونکی دی، وايي د لندن په کنفرانس کې د پاکستان د وړو قوميتونو استازو ډېر په خلاص مټ خبرې وکړې.

عابد جان هيله من دی چې د کنفرانس د ملګرو هڅې به په پاکستان کې د يوه جمهوري سوچ د پيدا کولو له چارو سره مرسته وکړي.

((جمهوريت غوښتونکي او ملتپاله پاکستاني وګړي په دې غونډه کې سره ټول شوي ول، او پر دې یې فکر وکړ چې د پاکستان د جمهوري او سيکولر کولو لپاره کومې لارې چارې بايد ولټول شي؟ دا خبره ومنل شوه چې د پاکستانيو جمهوري او لېبرل قوتونو پر يوه ټغر غونډېدا د وخت اهم ضرورت دی. په کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې (سات فورم) به يو سيکريټيريت په پاکستان کې او بل په يو بهرني هېواد کې ولري.

زه باوري يم چې د ملګرو دا هڅې به په راتلونکي کې د پاکستان پر داخلي سياست هم ښه اغېزې ولري.))

دا خبره ومنل شوه چې د پاکستانيو جمهوري او لېبرل قوتونو پر يوه ټغر غونډېدا د وخت اهم ضرورت دی
عابدجان

ډاکټر محمد تقي زياته کړه، د دوی هدف هغو کسانو ته چې د جمهوريت او د خلکو د بشري او اييني حقونو خبره کوي، موقع ورکول وو چې د پاکستاني رياست پر داخلي او خارجي پالېسيو او د هغه هېوا د اوسيدونکو پر اصلي ستونزو او د هغو پر حل لارو خپل خيالات له يوه بل سره شريک کړي.

(( په پاکستان کې چې د وړو صوبو کوم مسايل دي، يا د قبايلي سيمو کومه مسئله ده، که ريښتيا خبره پرې څوک کوي نو د غدارۍ ليبل او يا هم د کفر فتوې ورباندې لګي. موږ وايو چې د پاکستان يو روشن خياله او مترقي دريځ بايد مخ ته راشي، او د هغې لپاره يو فورم پکار دی، چې د پاکستان دننه او د باندې کار وکړای شي.

موږ هڅه کوو يو پليټ فارم جوړ کړو او ملګرو ته داسې وسايل په لاس ورکړو چې هغوی د پاکستان پر مهمو مسئلو څېړنې او ليکنې وکړي. دې کنفرانس ته زموږ ډېری ملګري له پاکستانه راغلل، له وزيرستانه راغلل، نو ويلی شم چې غونډه ډېره کاميابه وه. او دريځ مو همدغه دی چې هغه جمهوري کدرونه، چې د پاکستان ايين او نړيوالې ادارې يې مني، ورباندې د پاکستان دننه او هم د باندې خبره وکړو.))

د برېتانيا په مرکز لندن کې د (سات) په نوم درې ورځنی کنفرانس د يکشنبې يا اتوار پر ورځ پای ته ورسېد.د سات کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي، که پاکستان واقعي جمهوري هېواد کيږي نو بايد صوبو ته پراخ واک او اختيار ورکړي، د وګړو د بنيادي حقونو او ازاديو ضمانت ورکړي او په ټولنه کې تکثيريت ته وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG