د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو په اول ځل د سيپټمبر ۳۰ مه د ژباړې د نړيوالې ورځې په توګه ولمانځله. د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د تېرې می مياشتې پر ۱۴ مه د خپل يو قرارداد له لارې پرېکړه وکړه چې هر کال به د سيپټمبر ۳۰ مه د ژباړې د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي.

د ياد سازمان د يوې اعلاميې تر مخه، د دې کار هدف د ژبپوهانو هغه زيار ته درنښت ورکول دي چې په ترڅ کې يې د نړۍ قامونه يوه بل ته نږدې کيږي او د هغوی تر منځ بحث او مکالمې ته لاره هواريږي.

لیکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال
لیکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال

دا چې د ژباړې په برخه کې پښتنو ليکوالو څومره کار کړی دی او د دوی دغه هڅې له علمي پلوه څومره د ارزښت وړ دي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په کابل کې ليکوال او څېړنوال، عبدالغفور لېوال په پښتو ژبه شوې ژباړې په درېو برخو ويشي.

(( اوله برخه يې ازادې ژباړې دي، چې په تخليقي اثارو پورې ارتباط لري، لکه کوم ناول يا نور هنري اثار چې ژباړل شوي دي.دويمه برخه د مسلکي او علمي ژباړو هغه ده، چې تر ډېره بريده د تدريسي کتابونو او يا هم د علمي اثارو په برخه کې شوې ژباړې دي.درېمه برخه کتابونه نه خو ډېر ادبي دي او نه هم ډېر تخليقي، مالوماتي کتابونه ورته ويلی شو.))

غفور لېوال زياتوي، د ادبي او علمي اثارو ژباړې به هله د باور وړ وي چې د دغو رشتو د متخصيصینو لخوا وشي.د لېوال په خبره، د يوه ژباړن لپاره ډېره اړينه ده چې د يوه موضوع اصل معنا او د هغې روح ته زيان و نه رسوي.

((په تدريسي او علمي کتابونو کې، پر ځای د دې چې هنري ژبه پکې ډېره مطرح وي، د موضوع اصل ډېر مهم دی. هلته بايد علم را وژباړل شي. په مالوماتي کتابونو کې موږ کمزورې ژباړې هم لرو خو خورا ډېرې عالي ژباړې هم لرو. زموږ ژباړن په هره برخه کې بايد ژباړې و نه کړي. هغه چې ادبي استعداد لري، هغوی کړای شي ادبيات وژباړي، او هغوی چې د يوې رشتې متخصيصين دي، مثلاً تر هغې چې يو کس د طب متخصص نه وي، ښايي حق و نه لري چې طبي کتابونه را وژباړي.))

لیکوال او څېړونکی نورالامین یوسفزی
لیکوال او څېړونکی نورالامین یوسفزی

په پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې څېړنکار او ليکوال، نورالامين يوسفزی وايي، د خېبرپښتونخوا ليکوالو او شاعرانو، هغه رنګ چې لازمه وه، د کتابونو ژباړلو کار ته پام نه دی کړی.

((زموږ کلاسېکو شاعرانو ځينې شاهکارونه پښتو ته ترجمه کړي دي. مثلاً خوشال بابا هدايه ترجمه کړې وه، زوی يې ګلستان ترجمه کړی و. له معاصرو ليکوالو څخه ځينو يې بيا يو څه کار کړی دی. د ډاکټر خالق زيار مثال راوړای شو، چې د خليل جبران کتابونه يې پښتو ته اړولي دي. په ولسي ادب کې پر چاربېته هم يو څه کار شوی دی، صاحبزاده امتياز انګليسي ته ترجمه کړې دي. نوموړي د غني خان د پنجرې چغار نومي کتاب هم انګرېزۍ ته اړولی دی. اوس موږ هڅه کوو چې د صوبې پر کچ يو تنظيم جوړ او له همدغه لارې شاهکارونه ترجمه کړو. دا چې ترجمې نشته،نو دلته شاهکارونه هم نه پيدا کيږي. زما يقين دی چې که موږ ترجمې لرلای، نو ډېره فايده به مو تر لاسه کړې وای. خو له بده مرغه، په ترجمه کې موږ کار نه دی کړی.))

ليکوال او څېړنوال غفور لېوال وايي، د افغانستان دولت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د مسلکي ژباړې يو ملي مرکز جوړ کړي.

(( تر هغې چې ژباړه او ليکوالي پر مسلک بدل نه شي، موږ د برياليو ژباړو خاوندان نه شو جوړېدای.اول خو بايد د افغانستان له هغو اماتورو ژباړونکو نه مننه وشي چې هېڅ مرستې ورسره نه دي شوي، مګر اثار يې راژباړلي، چې د دوی دا کار د قدر وړ دی. د ژباړې ملي مرکزونو ته اړتيا شته. له نيکه مرغه، هم دا تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني موږ ته ډاډ راکړ چې ډېر ژر به په افغانستان کې د مسلکي ژباړې يو ملي مرکز جوړ شي.))

ملګرو ملتونو د ژباړې د نړيوالې ورځې په مناسبت، چې د سيپټمبر ۳۰ مه نېټه وه، په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د ادبي، هنري او علمي اثارو د ژباړې چارې کولای شي د نړۍ قامونه يوه بل ته نږدې او په ترڅ کې يې نړيوال امن ته لار هواره کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG