د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په اړه احتجاج کېږي


پراګ ـ د پاکستان په پارلېمان کې د قبايلو استازي او د هېواد ځينې سياسي ګوندونه د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د يوې احتجاجي ناستې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوي چې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې د حکومتي کمېټې وړانديزونه ژر تر ژره عملي کړي.

له دغو وړانديزونو څخه تر ټولو مهم يې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا صوبې ورګډول ياد شوي دي.د همدې وړانديز د عملي کولو لپاره د قبايلو سياسي استازو د پارليمان دننه او د باندې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

په همدې ترڅ کې د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې يوه احتجاجي ناسته کيږي چې د هېواد ځينې سياسي ګوندونه هم پکې د قبايلو د پارليماني استازو تر څنګ دريږي.

خو ايا دا احتجاجي غونډه به حکومت دې ته اړ کړي چې د فاټا اصلاحاتو چارې ګړندۍ کړي او د قبايلو له خوښې سره سم هغوی ته بشري، اييني او سياسي حقونه ورکړي؟

په پېښور کې خبريال او شنونکی شميم شاهد وايي، د پاکستان په حکومتي او پوځي ايسټيبلېشمنټ کې داسې خلک شته چې ګټې يې د فاټا له اوسني نظام سره تړلې دي او هغوی نه غواړي له خېبرپښتونخوا سره په يوځای کېدو د قبايلو هيلې پوره شي.

((په قبايلي سيمه کې د ستراتېژېکو هدفونو تر څنګ د چارواکو خپلې ګټې هم دي. زه اکثر دا خبره کوم چې قبايلي سيمې د دغو چارواکو لپاره د سرو زرو د درنګ په مثال دي، او زه نه پوهېږم چې دوی به ولې دې ته زړه ښه کړي چې دغه دولت له لاسه ورکړي؟ دا خلک په ملکي انتظاميه، پوځي ايسټيبلېشمنټ او خپله په قبايلو کې هم شته. او که د سياسي مشرانو خبره شي نو محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمان خو د فاټا له خېبرپښتونخوا سره د شاملولو خبرې ډېر ښکاره مخالفت کوي.))

هم په پېښور کې يو بل خبريال او شنونکی افتخار فردوس بيا وايي، دا چې د پاکستان مرکزي حکومت په سياسي توګه ډېر کمزوری شوی دی، نو ځکه د فاټا اصلاحاتو عملي کولو تمه ترې نه شي کېدای.

((اوس مهال حکومت له داخلي ګډوډۍ سره مخامخ دی، د مسلم ليګ نون او ايسټيبلېشنټ ترمنځ مسئلې روانې دي. د فاټا اصلاحاتو عملي کولو لپاره حکومتي واک ډېر اړين دی. او تر کومې چې د احتجاج خبره ده نو دا د خلکو حق دی. خو د دې احتجاج جاري ساتل او تمه کول چې ښې نتيجې به ورکړي، زما په فکر عبث کار دی.))

د فاټا اصلاحاتو په لړ کې حکومت دا ژمنه هم کړې چې په اين ايف سي ايوارډ کې، چې د مرکز او صوبو ترمنځ د مالي وسايلو د وېش يو نظام دی، به قبايلي سيمو ته هم يوه اندازه پيسې ورکوي.افتخار فردوس زياتوي، حکومت خپله دغه وعده نه ده پوره کړې او ځکه نو د قبايلو استازي مجبور شوي چې پر ضد يې احتجاج وکړي.

((د اين ايف سي ايوارډ مسئله ډېره مهمه وه، چې د فاټا لپاره پکې پيسې مختص کېدلې. په دغه برخه کې مرکزي حکومت او صوبايي حکومتونو تر اوسه خپلې زمه وارۍ نه دي پوره کړي. حکومت ويلي وو چې فاټا ته د اين ايف سي د درې فيصده حصې ورکولو لپاره به د اکتوبر مياشتې له نهمې نېټې مخکې يوه غونډه رابلي، چې دغه کار يې لا هم نه دی کړی. نو د قبايلو د پارليماني استازو د احتجاج يوه وجه دا هم ده.))

د پاکستان په مرکزي حکومت کې د سرحدي او قبايلي چارو وزير مملکت، غالب خان وزير د خالي پر ورځ مشال راډيو ته وويل، حکومت ژمن دی چې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې خپلې وعدې له پنځو نيولې تر ۱۰ کلونو پورې موده کې عملي کړي.نوموړي د پاکستان په پارليمان کې د قبايلو له استازو وغوښتل چې د فاټا اصلاحاتو پر موضوع له سیاست کولو لاس واخلي.

اړونده مطالب

پر احتجاج یو حکومت مو ګرسره تپوس نه کوي. فاټا پارلماني غړي.

چټان: حکومت د فاټا اصلاحات ته جدي نه دی.

XS
SM
MD
LG