د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جان ایف کینیډي له وژنې سره تړلي اسناد خپریږي


پخوانی امریکايي ولسمشر جان ایف کینیډي کانګرس ته وینا کوي.
پخوانی امریکايي ولسمشر جان ایف کینیډي کانګرس ته وینا کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له امنیتي ډلې او نورو ادارو سره تر مشورو وروسته به د پخواني ولسمشر جان ایف کینډي له وژنې سره تړلي ټول اسناد خپره کړي.کینیډي په ۱۹۶۳ ز کال کې وژل شوی و.

ډونلډ ټرمپ پرون په ټویټر په یو لړ بیانونو کې ویلي، د دې ګام هدف دا دی چې د کینیډي پېښې په تړاو ټول شکونه او ګنګوسي ختمې کړل شي. خو نوموړي دا هم ویلي چې کېدای شي ځېني اسناد لا هم پټ وساتل شي.

د اکتوبر په ۲۶ مه ولسمشر ټرمپ د کینیډي د وژني په اړه د نږدې ۳۰۰۰ اسنادو خپرولو اجازه ورکړې وه.

۲۵ کاله وړاندې د دې اسنادو د خپرولو نېټه ټاکل شوې ده. ولسمشر ټرمپ د اسنادو خپریدو کې له ځنډه کار اخیستو له وجې زیاتره خلک حیرانه شوې دي خو نوموړي ویلي، د استخباراتي ادارو ایف بي ايي او سي ايي ای لخوا د ملي امنیت په برخه کې د انديښنو راپورته کېدو له وجې هغه سره د دې اسنادو پټولو پرته بله هیڅ لاره نه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG