د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاتلونیا او سپېن مسله نوي پړاو ته ورسېده


د کاتلونیا مشر کارلېس پویجدیمن پر ټلویزیون خپره شوې وینا کې ویلي چې پر کاتلونیا د سپېن د اساسي قانون ۱۵۵مه ماده عملي کول هیڅ جواز نلري.

نوموړي د کاتلونیا پر ولس غږ کړی دی چې د زغم او هوډ څرګندونه وکړي او پر راتلونکي باور ولري.

کارلېس پویجدیمن پر ولس غږ کړی چې د سپېن له خوا نېغ په نېغه د کاتلونیا د واک ترلاسه کولو به جمهوري مخالفت وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د سپین وزیراعظم ماریانو راخوې وايي حکومت یې د کاتلونیا د سیمې نېغ په نېغا واک ترلاسه پروسه پېل کړې ده.

نوموړي د کاتلونیا د سیمه ییز پارلیمان لخوا د خپلواکۍ په حق کې رایه رد کړې ، مشران یې لرې کړي او دغه سیمه ییز پارلیمان یې په رسمي توګه تحلیل کړی دی.

د راخوې دا څرګندونې تر هغه څو ساعته وروسته مخې ته راغلې دي چې د کاتلونیا سیمه ییز پارلیمان خپلواکي اعلان کړه.

د کاتلونیا ۱۳۵ چوکۍ لرونکي پارلمان ۷۰ غړو د خپلواکۍ په حق کې او ۱۰ یې په مخالفت کې رایې ورکړې دي.

په دې کې د درو هغو مهمو مخالفو ګوندونو غړیو د رایو له اچولو پرېکون کړی چېله سپېن سره د ګډ اوسېدو پلوي وو.

د اکتوبر پر ۲۷مه د کاتلونیا د خپلواکه سیمې پارلیمان ویاندې له سپین څخه د بشپړ خپلواکۍ په اړه د اچول شویو پټو رایو نتیجه اعلان کړه.

د سپېن په پلازمېنه مېډریډ کې مرکزي انتظامي چارواکو د کاتلونیا د خپلواکې سیمې نېغ په نېغا واک لپاره ګامونه اخېستل پيل کړل.

راخوې د اکتوبر پر ۲۷مه د وزیرانو کونسل تر بیړنۍ غونډې وروسته پر ټلویزیون په وینا کې وویل چې د دسمبر پر ۲۱مه به په کاتلونیا کې مقامي انتخابات کیږي. نوموړي د کاتلونیا د ازادۍ اعلان په اړه وویل چې دا د ټول سپین د یوې برخې د غلا کولو یوه هڅه وه.

نوموړي وويل داسې باور کوي چې د کتالونیا وګړیو ته باید غوږ کېښودل شي او هغوی دی فېصله وکړي چې د خپل مستقبل فیصله په خپله وکړي.

د سپين سرکاري وکیلانو اعلان وکړ چې د کاتلونیا سیمه ییز مشر کارلیس پویجدیمناو ښایي د کاتلونیا د پارلیمان او کابینې د نورو غړیو خلاف د باغي کېدو مقدمې درج شي.

د سپین په سېنټ کې پر کاتلونیا د میډریډ د نېغ په نېغه واک ،د کارلېس پویجدیمن او د هغه د کابینې د لرې کولو لپاره د ۴۷ ووټونو مقابل۲۱۴ رایې واچول شوې.

د کاتلونیا بحران هغه وخت پیدا شو چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د کتالونیا مشرانو د بشپړ خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه.

د سپېن په پلازمېنه مېډریډ کې وفاقي حکومت دا غېر قانوني وګرځوله او اروپايي ټولنې یې هم مخالفت وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې کاتلونیا د سپین یوه مهمه برخه ده او دا چې واشنګټن د سپین د حکومت تر شا ولاړ دی.

بلخوا په ۲۸ هیوادونو مشتمل اروپايي ټولنې اندېښنه ښودلې چې که چېرې د کاتلونیا لخوا د پورته کړل شويو ګامونو غوندې کارونو ته اجازه ورکړل شي نو په دغو هیوادونو کې د بیلتون تحریکونه ډاډ ترلاسه کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG