د لاسرسي ځای

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، کابل د هغه پاکستاني انجینر د خوشې کولو هڅې کوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له ننګرهاره تښتول شوی وو.

د انجینر فیض احمد د کورنۍ غړو د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، څو ورځې مخکې ورته تښتوونکو پر فېسبوک یوه ویډیو استولې چې پکې پر برمته شوي انجینر تشدد کېږي.

دوی وايي، انجینر پر جلال اباد – تورخم سړک کار کاوه چې ځېنو کسانو وتښتاوه.

په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د تښتولي انجینر کورنۍ ورسره رابطه کړې ده.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې په کابل کې پاکستاني سفارت له افغان ادارو سره خبرې کړې دي او له هغې کمپنۍ سره یې هم رابطه کړې چې ورسره ۶۷ کلن انجینر فیض احمد کار کاوه. تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا تښتولی.

XS
SM
MD
LG