د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش لسګونه وسله وال وژل شوي


د ارشیف انځور: افغان امنیتي سرتېري د داعش خلاف عملیات کوي.
د ارشیف انځور: افغان امنیتي سرتېري د داعش خلاف عملیات کوي.

جلال اباد ـ د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کی د هوایي برید له امله د ځانمرګو بریدګرو د دوو تنو روزنکیو په ګډون څلوېښت تنه داعش وسله وال وژل شويدي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل،تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ پېښې سبمه کی د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکو د داعش وسله والې ډلې د ځانمرګو بریدګرو په روزنځای هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د دوو روزنکیو په ګډون ۴۰ داعشیان وژل شوي او روزنځای یې تخریب شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي چې په وژلو شویو کې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوي کسان او بهرنیان هم شامل دي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ نه د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د جګړو راپورونه هم ورکړل شوي چې له کبله یې د سیمې سلګونه کورنۍ خوندي سیمو ته په کډه کېدو مجبورې شوې دي.

XS
SM
MD
LG