د لاسرسي ځای

د لوګر چارواکي وايي چې د یکشنبې په شپه په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په یادو عملیاتو کې درنه وسله هم افغان امنیتي ځواکونو ترلاسه کړې ده.

د لوګر د والي ویاند زیاتوي افغان هوايي ځواکونو د لوګر او میدان وردکو په سرحد د (شاه ګل خېلو ) په سیمه کې د وسلوالو یو پټن ځای هم په نښه کړی او هغه يې له منځه وړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته ویلي چې په یادو عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی ملګرو ته زيان نه دی رسېدلی.

XS
SM
MD
LG