د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر قبایلي اصلاحاتو غونډه کوي


اسلام اباد/پراګ ـ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یکشنبې په ورځ، د قبايلي اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې غونډه کوي. په همدې موضوع له تېرو څو اوونیو راهېسې، په پاکستان کې د بېلا بېلو ګوندونو لخوا غونډې روانې دي.

تېره اوونۍ جمیعت علما اسلام (ف) ډلې په پېښور کې د قبايلي سيمو د ځوانانو غونډه کړې وه. تر هغې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه د فاټا ځينو پارليماني غړو او عوامي نيشنل ګوند په ګډون ځينو سياسي ګوندونو احتجاجي لاريون کړی و.

د فاټا د اصلاحاتو په اړه سياسي ګوندونه جلا جلا نظرونه لري او خپل موقف وړاندې کولو لپاره غونډې کوي.

تر قبایلو د پېښور هایکورټ واک د غځولو مخالفت
د فاټا د اصلاحاتو په سر اختلافات
مولانا فضل رحمان وايي، د فاټا انضمام نه مني
اسفندیار ولي خان: د فاټا او خیبر پښتونخوا یو ځای کېدل اړین دي

د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ مشر افراسياب خټک وايي چې دوی د قبايلي سيمو د اصلاحاتو د عملي کولو په موخه ټول ګونديزه غونډه بللي وه، او کوشش يې کړی و چې مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزی په دې قانع کړي چې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې شاملېدل د پښتنو په ګټه دي. خو نوموړی زیاتوي چې دوی پر دې بريالي نشول. د افراسياب خټک په خبره د فاټا انضمام غوره خبره ده خو ځيني سياسي ګوندونه په دې کې شخصي ګټي لټوي.

په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

((زما په خیال د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف دومره بنیادي څیز نه دی، بنیادي خبره دا ده چې د نواز شریف حکومت تر فشار لاندې دی. مشکل دادی چې د هغوی سیاسي اراده کمزورې شوې ده. ګینې تاسو وګورۍ اکثره ګوندونه د فاټا د انضمام او اصلاحاتو په حق کې دي. او جمهوریت خو همدا وي چې د اکثریت نظر ته کتل کېږي.))

افراسياب خټک زياته کړه چې فاټا کې د اصلاحاتو راوستو نه مخکې به افغان پالېسي کې هم بدلون راوستل پکار وي. خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند فاټا ته د صوبې حيثت ورکولو خبره کوي، د ياد ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي چې قبایلي ولس سره امتيازي سلوک کېږي او بايد دا اصلاحات د قبايلو په خوښه راوستل شي.

((موږ دې نورو ګوندونو ته خواست کوو، راځئ چې د فاټا د خلکو نه پوښتنه وکړو چې هغوی څه غواړي؟ دوی دې خبرې ته نه تیاریږي،دوی ته چې اسلام اباد او لاهور کوم حکم کړی دوی په هغې عمل کوي. بله دا چې د فاټا پارلیماني غړو کې د څلورو نه علاوه ټول یې د انضمام مخالفت کوي.))

سېنېټر عثمان کاکړ زياته کړه چې په هر فورم به د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کوي. بلخوا جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ګوند هم ورته دريځ لري، او وايي چې فاټا ولس نه دې پوښتنه وشي چې هغوی څه غواړي؟د ياد ګوند يو مشر مفتي ابرار وايي چې د فاټا پر ولس فيصلې مسلط کول به ښي نتيجي ورنکړي. ده زياته کړه.

خو په قامي اسمبلۍ کې د فاټا ځيني پارلېماني غړي له ډېرې مودې راهېسې د فاټا په خيبر پښتونخوا کې د شاملولو خبره کوي. له باجوړه د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند قامی اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي چې د فاټا ولس هم هغه ائين او قانون غواړي چې د ملک په نورو برخو کې دی.

شهاب الدين خان زياته کړه چې پاکستان کې په ډېرو نړیوالو موضوعاتو د پارليمان ګډه غونډه بلل کيږي خو له بدمرغه د فاټا د اصلاحاتو په اړه غونډه نه کيږي. نوموړي په حکومت هم نيوکې وکړي چې په دې هر څه کې يې سم رول نه دی لوبولی. خو د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ په دويمه نيټه د فاټا اصلاحاتو په اصولي توګه منظور کړي ول خو لا تراوسه پورې عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG