د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر قبایلو د پېښور هایکورټ واک د غځولو مخالفت


د فاټا ځېنې پارلېماني غړي پر احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د اکتوبر پر پینځمه او شپږمه ځېنو قبایلي استازو او مشرانو د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره د پارلېمان مخې ته احتجاج کړی وو

پېښور - د قبایلي ځوانانو یوې ټولنې تر هغو سیمو د پېښور های کورټ د واک د غځولو مخالفت کړی دی.

د فاټا یوت موومنټ (د قبایلو د ځوانانو غورځنګ) مشرانو د شورو پر ورځ د پېښور د خبریالانو په مرکز کې وویل، دوی غواړي چې تر هر بدلون مخکې له ولسه پوښتنه وشي.

د دې غورځنګ مشر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د کمېټۍ دا منظوري چې حکومت دې د اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ واک تر قبایلو وغځوي، اصلاً د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو په مانا دي.

ده وویل، تر هغو چې د قبایلي ولس رایه نه وي معلومه، دا ډول اقدامات دې نه کېږي بلکې اوس تر قبایلو د اسلام اباد های کورټ دایره وغځول شي.

تر قبایلو د پېښور هایکورټ غځولو منظوري

دوو وزارتونو ته د قبایلو ځېنو اصلاحاتو عملي کولو امر شوی

احسان الله زیاته کړه چې که د قبایلو ولس په پښتونخوا د ورګډېدو په حق کې پرېکړه وکړه نو بیا دې د پېښور هایکورټ واک وروغځول شي، که یې د خپلې صوبې غوښتنه وکړه نو بیا به خپل هایکورټ لري.

د قبایلي سیمو د ځوانانو لوی اتحاد په نوم د بلې ټولنې مشر شاکر ادم خېل وویل، د هغو سیمو د راتلونکې پرېکړه دې په ټولپوښتنه یا رېفرنډم وشي. ده وویل، د دوی دریځ دا نه دی چې قبایل دې په پښتونخوا ورګډ شي او یا دې خپله صوبه ولري بلکې دوی یوازې ((د عوامو د رایې)) معلومولو غوښتنه کوي.

د ګل پر ورځ د پاکستان د پارلېمان د قانون او انصاف کمېټۍ په خپله غونډه کې د اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ واک تر قبایلو د غځولو منظوري ورکړې وه. د قانون او انصاف د کمېټۍ دا مسوده به اوس حکومت پارلېمان ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG