د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: د شام رقعه ښار به زر له داعش څه ازاد شي


سپینې ماڼۍ ویلي ډېر زر به د شام رقعه ښار د اسلامي دولت له وسله والو ازاد شي . رقعه د اسلامي دولت اخیري لوی مرکز ګڼل کیږي

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرس د چارشنبې په ورځ ویلي تیرکال د موصل ازادي او اوس د رقعه ښار ممکنه ازادي به دا خبره سپینه کړي چې په عراق او شام کې د اسلامي دولت خلافت په ړنګیدو دی.

د امریکا په مشرۍ شامي ځواکونو د چارشنبې په ورځ وویل چې له رقعه ښاره يي د اسلامي دولت وسله وال پر شا تنبولي دي او اوس د بارودي موادو د پاکولو او سړکونو په پرانستلو بوخت دي.

د کردانو په مشرۍ د شامي ځواکونو ویاند مصطفا بالي ویلي د ښار د ازادۍ د رسمي اعلان لپاره تیارۍ روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG