د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونو له کردۍ ډلې یو شمېر سیمې بېرته نیولي


په عراق کې حکومتي ځواکونه وايي دوی په (نینوا ) او ( دیالا ) صوبو کې هغه سیمې یو وارې بیا تر واک لاندې راوستي دي چې پخوا پکې کردي ځواکونه واکمن وو.

د چارشنبې پر ورځ خپور شوي یو پیغام کې ویل شوي، کردي پیش مرګه ځواکونه مخکې تر دې چې عراقي ځواکونه ور ورسېږي له سیمې وتلي وو.

پوځ وايي، په نیولو شویو کې د نینوا صوبې، موصول ډیم او سنجر ښار ګوټی او د دیالا صوبې خانقین او جلاولا سیمې شاملې دي.

تر دې وړاندې،د روانې اونۍ په سر کې عراقي ځواکونو او اتحادي ملیشوو، د کرکو سیمه بیرته نیولې وه.

وروستي عملیات په کردي خپلواکو سیمو کې د رفرینډم نه درې اونۍ پس مخې ته راغلي دي.

وزیراعظم حیدرالعبادي ویلي د ملي تړون د ساتلو لپاره وروستي عملیات ډېر ضروري وو.

د کردانو یو ځايي مشر مسعود بارزاني د سولې غږ کړی خو دایې هم ویلي چې د کردانو د خپلواکۍ لپاره به خپل فعالیتونه جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG