د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هم د م.م د بشري حقونو شورا غړی شو


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه وايي، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کې دې ټاکنو کې پاکستان په درېوو کې تر دوو برخو زیاتې رایې اخېستې دي.

په دې موقع په ملګري ملتونو کې د پاکستان سفيرې ملېحې لودۍ پر ټويټر یوه پیغام کې ویلي، د نړیوالې ټولنې مننه کوي چې پر پاکستان یې باور وکړ او زیاتوي چې هېواد به یې د کونسل غړي په توګه د خپلو ملي ګټو ساتنه کوي.

په دې اړه په پاکستان کې دبشري حقونو لپاره کار کونکيو ادارو او چارواکیو هم د دې فیصلې ستاينه کړې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مرستيال مشر کامران عارف مشال رېډيو ته وویل چې دا د پاکستان لپاره د وياړ خبره ده خو له دې سره به په هېواد کې دننه په بشري حقونو څه خاص اثرنه پرېوځي.

د ده په وېنا پاکستان له به اوس ضروري وي په په نړیوال کچپه پاکستان چې کوم د بشري حقونو پامالي په اړه کوم تورونه لګېدلېدي باید چې هغه لیرې کړي.

خو بل خوا د بشري حقونو لپاره کار کونکې فرزانه باري وايي چې دې سره به په ملک کې دننه د بشري حقونو لپاره هلي ځلي سېوا شي.

فرزانه باري زياتوي چې دې سره به سمپه ملکي کچه د قانون او انصاف نظام هم ښه کول وي نو هله به د بشري حقونو تحفظ يقيني شي.

(په نړيواله کچه خو دې نه پاکستان ته فايده ده مطلب دا چې پاکستان يو غړی ملک په توګه ومنلی شو،خو هم دې سره به سم په حکومت يو زمه واري دا هم راځي چې که په پاکستان کې بشري حقونه پامالېږي نو بيا ورته هلته جواب هم ورکول وي نو د دې فايد دا ده چې کېدې شيددې پس پاکستان د بشري حقونو په اړهنور د احتياط نه کار واخلي۔په خصوصي توګه پاکستان کې چې په ښځو ،اقليتونو او په نرښځيانو چې کومې حملې کېږي يا پرې تشدد کېږي نو هيله ده چې د هغې کموالي لپاره به کوششونه وکړې شي.)

يو اېن اېچ آر سي يا د ملګري ملتونو بشري حقونو کونسل د ملګري ملتونو هغه څانګه ده کوم چې په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره پوه خوروي او د هغې تحفظ يقني کوي.

د پاکستان پشمول نور هم ۱۱ ملکونه د بشري حقونو کونسل غړي ټاکل شوي دي.

واضحه دې وي چې کال ۲۰۱۵ کې پاکستان د ملګري ملتونو بشري حقونو کونسل انتخاباتو کې ټاکنې بايللې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG