د لاسرسي ځای

د پورتګال د ملکي د فاعي ادارې چارواکي وايي د هیواد په شمالي برخو کې په ځنګلونو کې د اورلګیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د پورتګال د ملکي دفاعي ادارې ویانده ( پاتریشیا ـ ګاسپر ) وايي، د دې ترڅنګ د خلکو د ورکېدو راپورونه هم دې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

نوموړې وايي اور وژونکې لا هم په ۱۴۵ ځایونو کې د اور مړ کولو هڅه کوي چې پکې ۳۲ ډېر جدي ښودل شوي دي.

د بیړنیو خدمتونو ادارې د اکتوبر په ۱۵ مه د اورلګېدنې د ۵۰۰ پېښو پخلی کړی و.

دوی وايي د اورلګېدنې لامل اوږده وچکالي او د تودوخي لوړ والی دی.

راپورونه وايي د اورلګیدنې له وجې شمال لویدیځه هسپانوۍ صوبه( ګالیشیا ) هم اغېزمنه شوې او لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي دي.

سږ کالپ د پورتګال په ځنلونو کې د اورلګیدنې له وجې تر دې وړاندې په جون میاشت کې هم ۶۴ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG