د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالانو د هارون خان د وژنې ضد مظاهره کړې


د بلوچستان خبریالانو د هارون خان د وژنې ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

په بلوچستان کې د خبریالانو د ټولنې مشرانو ویلي، په هېواد کې وسله والو پر خبریالانو بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې پر خبریالۍ فشار زیات شوی دی.د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. د ټولنې مشر خلیل احمد مظاهرې ته په وینا کې وویل، د وسله والو ګواښونو د دوی کار اغېزمن کړی او مشکلات یې ورپېښ کړي دي. هارون خان د پنجشنبې یا زیارت پر ماخستن په صوابۍ کې د وسله والو په حمله کې ووژل شو. د پولیسو دوو چارواکو د جمعې پر سهار مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې نوموړی د ځمکې لانجې له کبله وژل شوی وي. خو دوی پلټنې کوي چې د هغه د مرګ نور اسباب معلوم کړي. ایوب ترین پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG