د لاسرسي ځای

تازه خبر

موګادېشو: د بمي چاودنې د تلفاتو شمېره ۵۰ ته رسېدلې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سومالیا په پلازمينه موګادیشو کې د خالي د ورځې بمی چاودنې له وجې د وژلو شویو شمیر لږ تر لږه ۵۰ ته رسېدلی دی.

د خالي په ورځ د یو هوټل نه د باندې په څلور لاره کې د بارودو ډک ټرک د چاودنې له وجې په لسګونه کسان زخمیان شوي هم وو.

د اطلاعاتو وزیر عبدالرحمن عمر ویلي، د سفاري هوټل په دروازه کې شوی دا برید په دې ښار کې تر ټولو لوی هغه دی.

چارواکو دا هم ویلي چې د موګادیشو په مدینې ضلعې کې په دویمه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG