د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران پرضد تازه ګامونه اخیستي دي


امريکا په رسمې توګه د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د ترهګرۍ ضد د بنديزونو فهرست کي شامل کړی دی

د امريکا د خزاني وزارات پر ويب پاڼه پرون خپور شوي بیان کي ويل شوي چې حکومت به “د امریکا د مخالفينو د بنديزونو له مخه د مخنيوې”قا نون ۱۰۵ ماده کارويچي د اګست مياشت کې کانګرس منظور کړی وواو بیا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاس ليک کړی وو.

په دغه خپور شوي بیان کې زیاته شوې چې انقالابي ګارډ د دې له وجې په دغه فهرست کې شامل کړل شوی چې يو شمېر ترهګرو ډلو لکه حماس ، حزب الله او طالبانو سره همکاري کوي.

د خزانې د وزارات لخوا دغه خپور شوی بیان کې ټينګار شوی چې د دې معنا دا نه ده چې ګوندې انقلابې ګارډ يوه بهرنۍ ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

بلخوا تېره ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران په اړه په خپل پاليسي بیان کې ويلي وو چې انتظامييه به یې په اسلامې انقالابي ګارډ سخت بنديزونه ولګوي.

ډونالد ټرمپ ویلي وو "زه د خزانې وزارت ته اختيار ورکوم چې د ایران پر ګارډ سپاه پاسداران انقلاب اسلامي، د ډلې پر چارواکو، استازو او شریکانو د ترهګرۍد ملاتړ له امله نور بندیزونه ولګوي. "

د خزانې وزارات درې هغه ايرانۍ ادارې هم په دغه فهرست کې شاملې کړې دي چې انقلابي ګارډ سره تيکنيکې او مالي مرستې کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG