د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نجونو تعلیم ته لوی خنډ د ښځو استادانو کمی دی


په ننګرهار کې د نجونو نړلوالې ورځې په تړاو په یوه غونډه کې ویناوالو ویل چې په تعلیمي ادارو کې د ښځینه استادانو کمی او نشتوالی د دې سبب شوی چې نجونه په مینځ کې زده کړې پرېږدي.

د ننګرهار د ښځو چارو ریيسې انیسې عمراني وویل، د نجونو په ښوونځيو کې نارینه استادان او کلتوري محدودیتونه د دې سبب شوي چې نجونې خپلې زده کړې تر منزله نه شي رسولی. بل په کورنيو کې داسې نارینه هم شته چې خویندې نه پرېږدي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.


پر دې مهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پوهنې ریاست پر چارواکیو غږ وکړ چې د استادانو په ګمارنه کې ښځينه وو ته لومړيتوب ورکړي او زیاته یې کړه په هغو ښوونځيو کې چې نجونې د نارینه اسستادانو په لرلو تشویش لري د هغوی لپاره باید ښځينه استادانې وګمارل شي.

خو د ننګرهار پوهنې رياست سرپرست سید عيسی سادات غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د نجونو ښوونځيو ته يې د پاخه عمر استادان په دندو ګمارلي دي:


"د دې لپاره چې نجونو ته د زده کړو د دوام اسانتیا برابره شي، د پوهنې وزارت په هغو سيمو کې چې ښځينه استاذانې نشته، د ټولنې د موافقې به نظر کې نیولو سره هلته د پاخه عمر او باتجربه استاذان په دندو ګمارلي چې دا بهير دوامداره وساتي او نجونې وکولای شي چې تر دولسمو ټولګيو پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.''

دی وايي چې ۲۰۰۱م کال کې په ټول افغانستان کې يوازې نهه سوه زره زده کوونکي ښوونځيو ته تلل خو په ۲۰۱۳م کال کې دا شمېره اته اشاریه شپږ ميلیونو ته لوړه شوه چې ۳۹ سلنه يې نجونې وې او زیاتوي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به اته ميليونه هلکان او نجونې د زده کړو له نعمته برخمنې شي چې شپېته سلنه به يې نجونې تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG