د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا دې ځان ته صوبه شي. ایاز وزیر


د وزیرستان پخواني سفارتکار ایاز وزیر په مشرۍ د فاټا صوبې غورځنګ په نامه یو تحریک جوړ شوی او غوښتنه یې ده چې قبایلي سیمې دې ځان ته صوبه جوړه کړل شي.

ښاغلي وزیر په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دوی دمګړۍ ورته نوم هم قبایلي صوبه خوښ کړی خو زیاته یې کړه که د نورو لخوا وړاندیزونه راغلل نو د نامه پر بدلو غور کولی شي.

هغه وویل دوی د هر ډول اصلاحاتو پلویان دي او هغه قوانین چې د پاکستان په نورو صوبو کې لاګو دي هغه دې په فاټا کې هم نافذه کړل شي.

دغه ۱۲۰ اربه روپۍ چې پېښور د فاټا پر ولس لګوي نو ولې موږ د قبایلي سیمو ولس یې په خپلو و نه لګوو. د پېښور په حکومت کې خو ډېره اسماعیل خان، بنو، ټانک، درازنده او ګڼو نورو جنوبي سیمو پرمختګ و نه کړ نو موږ قبایل به یې څنګه وکړو.

نوموړي پر داسې مهال په اسلام اباد کې خبري غونډه رابللې چې نن په دغه ښار کې د فاټا ځينو پارلېماني غړیو له ګڼو نورو سیاسي ګوندونو سره یوځای احتجاج رااېستلی چې قبایلي سیمې دې له خیبر پښتونخوا سره ګډې کړل شي.

ایاز وزیر خبري غونډې ته وویل، دا د فاټا مسله ده او هر فیصله دې د فاټا ولس په مرضۍ او له هغوی سره په سلا مشوره وکړل شي چې اکثریت یې له خېبر پښتونخوا سره یوځایکېدل غواړي که ځان ته صوبه غواړي.

نوموړي د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د اسلام اباد فیصلې دې د فاټا پر ولس نه تپي. د فاټا له ولسه دې په هره پرېکړه کې پوښتنه وشي.

ایاز وزیر د هغې ډلې چې له خېبر پښتونخوا سره یوځایکېدل غواړي تورونه رد کړل (د انضمام ځکه خلاف دي چې ګواکې مراعات خوړونکې طبقه ده.)

ایاز وزیر وویل دغه ګوندونه چې فاټا په خېبر پښتونخوا کې شامله ول غواړي له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې په یوه نه بله بڼه پر قبایلي سیمو واکمن پاته شوي دي. د دغو ګوندونو خلک د فاټا ګورنران اوسېدلي دي نو دوی په دغه ۷۰ کلونو کې د فاټا د ولس لپاره څه کړي دي. د نوموړي په خبره کې په بې پامۍ کې فاټا شامله کړل شي د دې به تر ګټې زیان ډېر وي.

'د فضل الرحمن او اڅکزي خلاف عدالت ته ځو'

ایاز وزیر وویل ده له ډېره وخته د فاټا چارې څارلې او زیاتوي که بې پوښتنې ګروږنې په صوبه کې شامل کړل شي نو هغه د اېن اېف سي اېوارډ (د صوبو قامي ونډه) له مخې چې فاټا ته کومه ونډه ورکول کېږي یانې د اوسنۍ سرشمېرنې له مخې چې دا وخت د فاټا وګړي ۵۰ لاکه دي، نېږدې ۱۲۰ اربه روپۍ جوړېږي او له دغه پیسو به د فاټا ولس بې برخې شي.

ده ویل ، دغه ۱۲۰ اربه روپۍ چې پېښور د فاټا پر ولس لګوي نو ولې موږ د قبایلي سیمو ولس یې په خپلو و نه لګوو. د پېښور په حکومت کې خو ډېره اسماعیل خان، بنو، ټانک، درازنده او ګڼو نورو جنوبي سیمو پرمختګ و نه کړ نو موږ قبایل به یې څنګه وکړو.

اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په اړه احتجاج کېږي

ایاز وزیر خبري کنفرانس ته وویل مسله د قبایلي ولس ده او دوی به یې لارې چارې لټوي. نوموړي وویل د دې لپاره یې تحریک پیل کړی دی، ګڼ خلک ورسره مله دي او نور خلک هم وسره مله کېږي او ډېر ژر به یو بل خبري کنفرانس راوبولي.

XS
SM
MD
LG