د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: 'د بې پولې ډاکترانو سازمان دې فعالیت ته پرېښودل شي'


د کورمې مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د بې پولې ډاکترانو سازمان ته د فعالیت اجازه ورکړي.

دوی تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، په سده او علیزو کې د بې پولې ډاکترانو د روغتونونو تړلو ورته یو لړ ستونزې پیدا کړې دي.

یوه سیمه ییز مشر حاجي سلیم خان اورکزي وویل، ده له چارواکیو سره رابطې کړې دي خو نه پوهېږي چې یاد سازمان ته د فعالیت اجازه ولې نه ورکوي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان د تېرې میاشت په نیمايي کې تر هغه وروسته په کورمه کې خپلې چارې بندې کړې چې پاکستاني حکومت د امنیتي وجوهاتو له کبله ورته د اجازتنامې له ورکولو انکار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG