د امریکا متحده ایالات به ډېر زر پرېکړه وکړي چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستی پاتې شي او که نه؟
دا خبره د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سېشنبې په ورځ د امریکا سېنېټ د وسلهوالو خدمتونو کمېټۍ ته وکړه او زیاتهیې کړه، هڅه کوي چې معلومه کړي، څوک په افغانستان کې د روان زیاتېدونکي وسلهوال مخالفت استازیتوب کوي.
جېمز مټېس چې د افغانستان د وضعيت په اړهیې د سېنېټ د وسلهوالو خدمتونو کمېټۍ ته معلومات ورکول، په قطر کې د طالبانو دفتر په اړه وویل چې په تېرو ۱۰ ورځو کې یې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره درې ځلې په دې اړه تماس نیولی دی.
جېمز مټېس په افغانستان کې د شخړې سیاسي هواري ته په اشاره وویل:
"په افغانستان کې د ستونزې سیاسي هواری یوازې هغه مهال ممکن دی چې وسلهوال طالبان د ترهګرۍ ملاتړ او کول رد کړي."
د امریکا د دفاع وزیر وویل، دا یوازې د طالبانو د دفتر د موجودیت مسئله نه ده، بلکې دوی غواړي ډاډمنه کړي چې څوک د طالبانو ریښتیني استازي دي.
تر دې مخکې ځینو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې په قطر کې د طالبانو دفتر تړل کېدو مسله په نیویارک کې د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو په لیدنه کې هم بحث شوې وه او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې له قطره دې د طالبانو د دفتر تړل کېدل وغواړي.