د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق له کردۍ سیمو سره د ایرانیو او عراقیو ځواکونو ګډ مشقونه


ایران وايي له عراقي پوځونو سره یې د عراق کردي سیمې ته نزدې ګډ پوځي مشقونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کردي سیمې د خپلواکۍ لپاره ترسره شوي ریفرینډم تناو رامنځ ته کړی دی.

پرون د ایراني پوځ په ویبپاڼه ویل شوي وو چې د دغه هېواد له غربي پولې سره نزدې یې د عراقي ځواکونو سره ګډ پوځي مشقونه کړي چې پکې ځمکنيو او هوايي ځواکونو برخه واخېسته.

د ایران نیمه سرکاري خبري ایجنسۍ اسنا په دې حواله خپل رپورټ کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د یو کمانډر محمد پاکپور له خولې لیکلي چې ایران او عراق شریک دښمن لري او دواړو هېوادونو ته پکار ده چې د ګواښونو پرضد د خپلو پولو ساتنه ډاډمنه کړي. دمګړۍ د عراق کردي سیمې یو چارواکي ویلي عراقيو او ایرانيو ځواکونو له خپلمنځۍ پولې سره ډېر نزدې دغه مشقونه پیل کړي دي.

د عراق په کردۍ سیمه کې د سېپټېمبر په ۲۵مه نېټه د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه [ریفرېنډم] وشوه چې پکې نزدې ۹۳ فیصده خلکو له عراقه بېل او خپلواکه هېواد جوړولو په حق کې رایې واچولې.

د عراق مرکزي حکومت، امریکا، ملګرو ملتونو، ایران، ترکي، پاکستان او د غربي نړۍ یوشمېر هېوادونو د دې ریفرېنډم مخالفت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG