د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د «لاس ویګاس» خونړۍ پېښې ځای ته ځي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن هغه ټاپو ته ځي چې په وروستیو کې د ماریا په نوم توپان سخت ځپلی دی.

نوموړی سبا لاس ویګاس ته ځي چې د یکشنبې په شپه د یوې خونړۍ حملې شاهد و.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو دوو تراژیدیو له ځایه کتنه وکړي چې یوه یې د امریکا په معاصر تاریخ کې د یوه کس له خوا د ډزو تر ټولو خونړۍ پیښه ده.

ټرمپ نن لومړی پویرتو ریکو «Puerto Rico» ټاپو ته چې په وروستیو کې د ماریا په نوم سخت توپان ځپلی، ځي.

پر ټرمپ له دې امله چې هغه تراوسه په دغه توپان ځپلي ټاپو کې د دغه مصیبت په وړاندې څه کړي، ترسخت انتقاد لاندې دی.

د دغه ټاپو اکثريت اوسېدونکي تراوسه برېښنا نه لري، له ټلیفوني خدمتونو بې برخې دي او هم د اوبو، خوراکي او سوند موادو له کمښت سره مخامخ دي.

د ټرمپ او د سان خوان «San Juan» د ښاروالې ییلین کروز «Yulin Cruz» ترمنځ چې پرفدرالي حکومت یې د دغه ناورین په وړاندې د پڅ عکس العمل له امله انتقادونه کړي، لفظي شخړې تبادله شوي دي.

ټرمپ د ټویټر له لارې دغه ښارواله تورنه کړې چې مشري یې کمزورې ده.

دا نه ده څرګنده چې دوی دواړه به سره وګوري او کنه؟

سپینې ماڼۍ وویل کروز ته په یولړ مراسمو کې چې سبا ترسره کېږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او دوی هیله من دي چې د دوی دواړو ترمنځ خبرې ترسره شي ترڅو موږ ټول وکولای شو چې په ګډه کارونه مخ ته یوسو.

ټرمپ به وروسته له هغې چې زیات وخت په پیورتوریکو کې تېروي، د چهارشنبې په ورځ د لاس ویګاس هغه ځای ته ورشي چې یوه کس په ډله ییزه توګه پرخلکو د ډزو په نتیجه کې لږترلږه ۵۹ تنه ووژل او ۵۲۷ نورټپیان کړل.

په دې پېښه کې۵۹ تنه وژل شوي.
په دې پېښه کې۵۹ تنه وژل شوي.

ټرمپ دغه ډله ییزې وژنې چې هېواد یې د غم، ویراو ټکان ورکونکي حالت کې یوموټی کړی، یومخ شیطاني عمل بللی او د بېړنیو چارو د کارکونکو د چټکو هڅو ستاینه یې کړې ده.

حمله کوونکی چې ۶۴ کلن و، د مندلي بې د هوټل له دوه دېرشم منزله په بهر کې کنسرټ ته پر راټولو شویو خلکو چې شمېر ۲۲ زره تنو ته رسېده، ډزې پیل کړې.

پولیس د بریدکوونکي په اړه وايي چې هغه سټېفن پډاک نومېږي د نووادا ایالت د متقاعدانو په هستوګنځي کې اوسېده.

سره له دې چې داعش وسله والې سخت دریځې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، امریکايي چارواکي د دې ادعا په اړه شک لري.

یوه پولیس چارواکي وویل، سټېفن پډاک د رواني ناروغۍ سابقه لرله.

په لاس ویګاس کې پر کنسرټ حمله کوونکی.
په لاس ویګاس کې پر کنسرټ حمله کوونکی.

پډاک په خپله کلونه مخکې د پیلوټۍ لایسنس درلود او ورته نېږدې کسان وايي چې نوموړی په ځان کې ورک او منزوي سړی و.

ویل شوي چې هغه د هوټل خونې ته له ځان سره له لسو زیاتې ماشینګڼې خېژولې وې.

په دې اړه څېړنې روانې دي چې ده له دې سره سره چې هوټل امنیتي کمرې او مجهز امنیتي سیسټم درلود، څرنګه د هوټل خونې ته وسلې وړې وې؟

له دغې خونړۍ پېښې سره بیا په امریکا کې پر وسلو د سخت کنټرول بحث تود شوی دی.

خو په تېرو وختونو کې چې داډول پېښې شوي او ورسره په امریکا کې پر وسلو د سخت کنټرول غوښتنې زیاتې شوي، د وخت په تېرېدو سره هغه له پامه غورځېدلي.

په امریکا کې زیاتره جمهوري غوښتونکي او یوشمېر ډموکراټان پر وسلو د سخت کنټرول پلویان نه دي او په دې هېواد کې د وسلو د لرلو ملاتړې لابې ټولنې هم ډېرې پیاوړې دي.

په دې برخه کې ډېرې پیسې لګوي او کله چې په دې اړه بحثونه تودېږي، دوی هم خپلې هڅې زیاتوي.

کله چې په کانګرس کې په دې اړه بحثونه راپورته شوي، د دې چانس یې نه دی موندلی چې د قانون تر تصویبېدو پورې نتیجه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG