د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار اداره: ایران افغان ماشومان جنګ ته لېږدوي


د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران انقلاب ساتونکی ځواک په دغه هېواد کې مېشت کم عمره افغان کډوال ماشومان، شام له د جګړې لپاره استوي.

د بشري حقونو دغه نیویارک مېشتې ادارې د یکشنبې په ورځ، په یو بیان کې ویلي د فاطیمیون ډوېژن په نوم ډله کې داسې ماشومان جنګیږي چې عمرونه یې تر څوارلسو کلونو پورې دي. دا یوه ځانګړې وسله واله ډله ده چې افغانان پکې په کار ګومارل شوي دي.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان د منځني ختیځ مشره ساره لي ويټسن په یو بیان کې ویلي، ایران دې په سمدستي توګه د افغان ماشومانو د جنګ لپاره کارول ودروي، او هغه ماشومان دې هم زر تر زره واپس را وغواړي چې دغه هېواد د جنګ لپاره شام ته لیږلې دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان دا هم وایي چې د ایران په مقبرو کې د ځینو قبرونو د شناختو د عسکونو له کتلو وروسته دا مالومه شوې ده، چې په دغو کې د اتو افغان ماشومانو قبرونه هم دي او داسې ښکاري چې دوی د شام په شخړه کې د جنګېدو پر مهال وژل شوي دي.

تر اوسه د ایران او افغانستان حکومتي چارواکو په دې اړه څه ډول تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG