د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټېکسونه ادارې د پېښور پر مځکو زيات ټېکس لګولی دی: کاروباريان


دپېښور د مځکو کاروباريانو د زيات ټېکس په اړه د سپټمبر په دېرشمه غونډه وکړه
دپېښور د مځکو کاروباريانو د زيات ټېکس په اړه د سپټمبر په دېرشمه غونډه وکړه

سليم خان مشال راډیو ته وويل چې د تېکسونو وفاقي ادارې له لورې د پېښور د مځکو له کاروباريانو زيات ټېکس اخستل کېږي چې پر د مځکو پر کاروبار يې ناوړه اغېز کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د مځکو خرڅولو کاروباريان وايي چې د پاکستان د ټېکسونو اداره د هېواد د نورو سيمو په پرتله له دوی زيات ګمرک يا ټېکس اخلي.

کاروباريانو په دې اړه د يکشنبې په ورځ په پېښور کې غونډه وکړه چې وروسته د دوی د ټولنې استازي سليم خان مشال راډیو ته وويل چې د تېکسونو وفاقي ادارې ايف بي ار له لورې د پېښور د مځکو له کاروباريانو زيات ټېکس اخستل کېږي چې په نتيجه کې يې پرکاروبار ناوړه اغېز شوی دی.

نوموړي مثال ورکړ چې د پېښور په حيات اباد کې د يوه کنال مځکې بيه يو کروړ او شل لکه ده خو د ټېکس راغونډولو سرکاري قيمت يې يو کروړ او اتيا لکه روپۍ مقرر کړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې دا تر اصل قيمت شپېته لکه روپۍ زياتې دي او دوی غواړي چې بايد له دوی سره هم هغسې چلند وشي لکه چې د پاکستان له نورو سيمو سره کېږي.

د پېښور په حيات اباد کې د يوه کنال مځکې بيه يو کروړ او شل لاکه ده خو د ټېکس راغونډولو سرکاري قيمت يې يو کروړ او اتيا لاکه روپۍ مقرر کړل شوی دی. سليم خان

د مځکو يو سوداګر اسرارالحق په دې اړه مشال راډیو ته د اسلام اباد مثال ورکړ.

نوموړي وويل په اسلام اباد او د هېواد په نورو سيمو کې د مځکو تر اصل نرخ کم ټېکس اخستل کېږي چې له کبله يې په دغو سيمو کې د مځکو کاروبار ډېر ښه دی.

دی زياتوي چې په پېښور کې د يوه کنال قيمت يو کروړ شل لکه روپۍ دی خو د دې اصل قيمت يو کروړ او اتيا لاکه روپۍ اېښودل شوی نو د دې له کبله خلک اتلس لاکه روپۍ اضافي ټېکس ورکوي.

دی وايي ، خو بلخوا هم د پاکستان په نورو برخو کې د مځکې د يوې ټوټې اصل قيمت يو يا يوه نيم کروړ روپۍ وي خو سرکاري قيمت يې شاوخوا ۵۰ لاکه روپۍ مقرر شوی دی.

د مځکو د کاروباريانو اتحاديې جنرل سېکرېټري اکبر علی يوسفزی وايي، د ايف بي ار د توپيريځه چلند له وجې خلک په مځکو کې سرمايه نه لګوي بلکې شتمن کسان د هېواد په نورو برخو کې مځکې اخلي.

دا ستونزه به له چارواکيو سره راپورته کوو او که حل نشوه نو د حکومت پرضد به په عدالت کې مقدمه درجوو. اسلام اباد کاروباريان

دده په وينا زياتره خلک په اسلام اباد، لاهور او سنده کې مځکې اخلي دا ځکه چې يو کس نه غواړي په پېښور کې په مځکو کې پنځه کروړه روپۍ بندې کړي چې هغه پنځه کاله وروسته په دې کې لس لاکه روپۍ هم نه ګټي نو بيا ولې يو کس دومره زياتې پېسې بندې کړي.

که څه هم د پاکستان د ټېکس ادارې ايف بي ار د پېښور د سوداګرو ددې غوښتنه او شکايتونو په اړه د دې رپوټ تر خپرېدو څه نه دي ويلي خو البته دې غونډې ته له اسلام اباده د مځکو خرڅولو کاروباريانو اتحاديې مشران هم ورغلي وو.

دوی ډاډ ورکړ چې دوی به دا ستونزه له چارواکيو سره راپورته کوي او که حل نشوه نو دوی د حکومت پرضد عدالت کې مقدمه درجوي.

XS
SM
MD
LG