د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریکس ټېلرسن د چین له ولسمشر سره لیدلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ او نورو چارواکیو سره لیدلي دي.

یادو مشرانو د تجارت ، د شمالي کوریا ایټمي ګواښونو ، چین ته د امریکايي ولسمشر د راتلونکي سفر او په بیله بیلو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

ریکس ټیلرس د چین دورې پرمهال وویل، دې سفر ورته د چین او امریکا موجوده ولسمشرانو ترمنځ په اپریل میاشت کې په فلوریډا کې د هغو منصوبو په اړه د خبرو موقع برابره کړه چې ترمخه یې تر جولايي نیمايي پوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت په برخه کې د خبرو لپاره سل ورځنې پلان تیار شوې دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي بیا ریکس ټیلرسن ته د ملاقات پرمهال ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت پرمختګ شوی دی او د لا نور پرمختګ لپاره یوه مهمه موقع راغلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG