د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ځانمرګی برید: ۵ مړه ۳۱ ژوبل


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننۍ ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر د افغانانو پیوستون نه شي شلولی

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په کابل کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي او تر دېرش ډېر یې ژوبل کړي دي.

بلخوا د کابل امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي وویل دا یو ځانوژونکی برید وو. د نوموړي په خبره بریدګر غوښت چې د فتح الله کلا پر اوم سړک حسینیه تکیه خانې ته ننوځي.

اخوا فرانسې خبري اژانس د کابل د جنایي تحقیقاتو د رییس سالم الماس په حواله لیکلي، بریدګر د پسونو رمه رهي کړې او د تکیې خانې مخ ته یې خپلځان والوزولو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې ترهګر د افغانانو ترمنځ یووالی له منځه نه شي وړلی.

د ارګ د بیان له مخې افغان ولسمشر ویلي چې خلک به د امنیتي ځواکونو په همغږۍ کې د عاشورا مراسم سږ کال تر نورو کلونو په ښه توګه ترسره کړي او یوه واړه اقلیت ته چې دین یې په ولکه کې نیولی نه تسلیمېږي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG