د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې شو


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د احتساب قامي ادارې (نېب) له خوا د هغه پرضد لګول شویو درې درخواستونو د اورېدنې لپاره د نهې پر ورځ د اسلام اباد احتساب عدالت ته وړاندې شو خو عدالت هغه يوازې د حاضرۍ لګولو وروستو بېرته استولی.

په نوموړي به د اکتوبر په دویمه نیټه په رسمي ډول تور لګول کیږي.

نن عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال د نوازشریف لخوا د هغه وکيل خواجه حارث وکالت نامې جمع کړې.

نواز شریف د دې اوریدنې لپاره د دوشنبې په ورځ له لندن څخه پاکستان ته ستون شوی دی.

د روانې میاشتې پر ۱۳مه نېټه هم احتساب عدالت نوازشريف، د هغه بچي حسن، حسېن او مريم نواز او ځوم کېپټن (ر) صفدر یې ورغوښتي وو خو په دغه ورځ دوی هېڅ څوک عدالت ته وړاندې نه شو چې عدالت بيا دوی ته د ستمبر پر ۲۶مه د حاضریدلو امر کړی وو.

د پاکستان سپریم کورټ د جولايي په اته ويشتم تاريخ د پانامه اسنادو په مقدمه کې نواز شریف له دندې لرې کړ.

XS
SM
MD
LG