په کوټه کې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه. په دې کلتوري جشن کې د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناالله زهري او د بیلا بیلو ګوندونو مشرانو ګډون وکړ. د کلتوري ورځې ګډونوالو د پښتنو پګړۍ په سر کړې وې، ځوانانو اتڼونه وکړل او ماشومانو هم دودیزې جامې اغوستې وې. د مشال خبریال ایوب ترین پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.