د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: افغانستان خپلواک دی او خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس پالي


د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او خپلې اړیکې د خپلو ملي ګټو پر اساس پالي.

دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړه.

دوا خان مینه پال دا خبرې د پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې.

هغه وویل ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او له هر هیواد سره اړیکې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پالي.

دوا خان مینه پال زیاته کړه چې افغانستان او هندوستان د اقتصادي اړیکو تر څنګ د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې هم یو ګډ هدف لري.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په دې ورستیو کې د خپل سیال هیواد هندوستان اړیکې له افغانستان سره له زغمه وتلې بللې دي.

شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته په سفر تللی دی.

نوموړي هلته د یو وینا پر مهال ویلي ، هند د دې حق لري چې له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي خو د ده په وینا ، پاکستان ته دا د منلو وړ نده چې هند دې په افغانستان کې سیاسي او پوځي رول ولري.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان او هند پر نژدېکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ بیانونو تبادله شوې ده بلکې تر دې وړاندې یې هم د یادې موضوع له کبله په اړیکو کې تاوتریخوالی راغلی دی.

پاکستان وايي دوی د خپل امنیت په خاطر په افغانستان کې د هند زیات شوي یا لاپسې زیاتېدونکي نفوذ ته اندېښمن دي.

افغانستان وايي ، د پاکستان دا اندېښنه بې ځایه ده ، ځکه چې د افغانستان خاوره به کله هم د بل پرضد استعمال ته پرېنښودل شي.

XS
SM
MD
LG