د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ۳۲ کلي د وسله والو له شتونه پاک شوي


د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یې د تصفیوي عملیاتو پرمهال ۳۲ کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي دي.

دوی وایي، یاد عملیات له تېرو پنځو ورځو راهیسې روان دي چې په ترڅ کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او د هغوی ګڼې سپکې او درنې وسلې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ته ورغلي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ایوب وردګ د ازادي راډيو مشال څانګې ته وایي، د محمد اغې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې وسلوالو طالبانو پټنځایونه جوړ کړي وو چې د کابل – ګردیز لویه لاره هم ترې نا امنه شوې وه.

د ده په وینا، د لوګر امنیتي ارګانونو هلته عملیات پلان کړل چې اوس هم روان دي.

محمدایوب وردک وايي، پدې عملیاتو کې د خالد په نوم د وسله والو یو مشهور قوماندان چې په حنظله مشهور و، هغه هم وژل شوی دی.

بلخوا د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، یو شمېر سیاسي کړۍ تورنې کړي چې د لوګر د امنیت په اړه منفي تبلیغات کوي او غواړي د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو پخاطر لوګر ناامنه وښيي.

د یادولو وړ ده چې پوځي کارپوهان وایي، دا ډول عملیات هغه مهال ګټور تمامیږي چې افغان امنیتي ځواکونه په پاکو شویو سیمو دایمي پوستې جوړې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG